Language

مُحب: د سيمې هېوادونه دې د ډلو پر ځاى له افغان حکومت سره خبرې وکړي

 

کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٨): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د  سیمې له هېواودنو غوښتي څو له مختلفو نورو ډلو سره د بحثونو پر ځای د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.

د ملي امنيت شورا له دفتره د غبرګولي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان او سیمې د وضعیت په تړاو د افغانستان په نوښت د افغانستان، روسیې، چین، هند، ایران او پاکستان شپږ اړخیزه غونډه د روسیې په اوفا ښار کې جوړه شوه.

سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د سولې، امنیت او سیمه ییزو همکاریو اړوند د افغانستان لید لوری بیان کړ.

ډاکټر حمدالله مُحب د سیمې له هېواودنو وغوښتل څو له مختلفو نورو ډلو سره د بحثونو پر ځای د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي چې دغه مورد غونډه کې د حاضرو هېواودنو د استازو له هرکلي سره مخ شو.

د ملي امنیت سلاکار په ټینګار سره وویل، له ترهګرۍ سره مبارزه کې خلک نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ لپاره قرباني ورکوي او دغه قربانۍ باید په سیمه ییزه او نړیواله کچه تشخیص او تر وضاحت لاندې راشي.

مُحب زياته کړه، ولسمشر محمد اشرف غني د سولې لپاره عملي، بېساري او هر اړخیز اقدامات تر لاس لاندې نیولي چې یو هغه یې د مشورتي لویې جرګې ترسره کېدل و.

د هغه په وينا، حکومت د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو تطبیق ته ژمن دی چې د طالب بندیانو خوشي کول هم د جرګې غوښتنه وه خو په تاسف سره چې تر اوسه طالبانو هېڅ داسې مثبت عمل چې  وښيي سولې ته ښه نیت لري، نه دی څرګند کړی.

ډاکټر حمدالله مُحب زیاته کړه چې افغانستان له امنیتي او اقتصادي اړخه ځان بسياینې پر لور ګامونه پورته کوي.

نوموړي وويل، افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې لري؛ خپلو شریکانو په ځانګړې توګه د شانګهای سازمانو غړو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د ګډو ګټو، دوه او څو اړخیزو  اړیکو له لارې په مختلفو برخو کې هر راز همکارۍ ته چمتو یو.

د يو بل خبر له مخې، د يادې غونـډې په څنډه کې د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ایران د ملي امنیت له سلاکار علي شخماني سره ولیدل.

د امنيت شورا وايي، دواړو لورو پر سوله، سیمه ییز  امنیت او شپږ اړخیزې ناستې چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې جوړه شي، بحث او نظرونه تبادله کړل.

login or register a new account.