ژبه

د برېښنا د غلو د عدلي تعقیب لپاره ګډه کمېټه جوړېږي

توسط احمد صهیب حسرت

جون 20, 2019 - 3:39 pm

Views: 54

 

کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولی ٩٨): د افغانستان برېښنا شرکت د برېښنا د غلو او هغو کسانو د عدلي تعقیب لپاره له لویې څارنوالۍ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ چې د برېښنا زېربناوو ته زیان رسوي.

د برېښنا شرکت په هغې خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړی راغلي، دغه هوکړه لیک د لوی څارنوال مرستیال څارنپوه نور حبیب جلال او د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس انجنیر امان الله غالب لاسلیک کړې ده.

د دغه هوکړه لیک له مخې، د «لویې څارنوالۍ او برېښنا شرکت» ګډه کمېټه د افغانستان په کچه د برېښنا د غلو او د برېښنا د ناسمې استفادې کوونکو د عدلي تعقیب لپاره جوړه شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، دغه کمېټه دنده لري څو د هغو کسانو معلومات چې د برېښنا انرژي یې غلا کړې او یا یې د برېښنا سرچینو ته زیان رسولی، د قانون په رڼا کې د عدلي او قضايي تعقیب لپاره لویې څارنوالی ته معرفي کړي.

سرچینه زیاتوي، لویه څارنوالي په جدي توګه قضیې څېړي او پایله یې د افغانستان له خلکو او برېښنا شرکت سره شریکوي.

دغه پرېکړه لیک د جزا کود د ۱۴، ۷۰۱ او ۷۱۰ موادو په اساس جوړ شوی دی.

 

login or register a new account.