مزارشريف (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۹۸): د چاپېريال ساتنې ادارې مسوولين وايي چې د چاپېريال پاکوالي ته د خلکو متوجه کولو په موخه د عامه پوهاوي پر پروګرامونو باندې کار کوي.
د يادې ادارې مرستيال محمد يوسف حميديار د غبرګولي په ۳۰مه په مزارشريف کې د چاپېريال ساتنې اوونۍ نمانځلو په غونډه کې وويل چې خلک هم بايد د هوا د ککړتيا په مخنيوي کې ونډه واخلي.
نوموړي پژواک ته وويل چې بلخ ته د سفر يوه موخه يې دا ده څو له دې لارې د چاپېريال پاک ساتلو ته د خلکو پام اړولو په موخه د عامه پوهاوي زمينه برامنځته شي.
هغه زياتوي چې غير پلاني انکشاف، په ښارونو کې د نفوس زياتوالی، د زړو وسايطو استعمال او د خامه سړکونو خرابوالی د هوا او چاپېريال د ککړتيا عمده لاملونه دي.
د حميديار په وينا، که د ښارونو هر اوسېدونکی د چاپېريال د ککړتيا لامل نه شي، نو دا به د هوا له پاکوالي سره لويه مرسته وي.
نوموړي دا هم وويل چې په نړيواله کچه د اقليم بدلون هم په افغانستان کې پر چاپېريال باندې منفي اغېز کړی دی.
د چاپېريال ساتنې ادارې مرستيال زياته کړه چې يو شمېر ولايتونو لکه کابل، ننګرهار، بلخ، کندهار او هرات ته يې د هوا د سنجش وسايل استولي او ځينو ته يې هم د لېږلو په حال کې دي.
هغه وايي سره له دې چې د کابل په ګډون د افغانستان په لويو ښارونو کې د هوا ککړتيا مقطعي وي خو په ټوله کې يې زيانونه ډېر زيات دي.
نوموړي له روغتيا وزارته غوښتنه وکړه چې هر کال په افغانستان کې د ککړې هوا او ناسم چاپېريال له امله د مړه شوو افغانانو دقيق شمېر په ډاګه کړي.
د بلخ د چاپېريال ساتنې ادارې رييس غلام نبي خرمي پژواک ته وويل چې د هوا ککړتيا يو ستر لامل په هېواد کې د تېرو څلورو لسيزو جګړې دي.
د هغه په خبره، په مزارشريف کې د ډبرو سکرو د خرڅلاو غير قانوني مارکېټونه، په ناقانونه ډول د لوړو ودانيو، رستورانتونو او حمامونو جوړول او همدا راز د ښاري فرهنګ نه مراعتول هم د هوا د ککړتيا برخه کې منفي اغېز لري.
نوموړی وايي چې دمګړۍ په مزارشريف ښار کې زيات شمېر حمامونه په غير قانوني ډول جوړ شوي چې دا خپله د چاپېريال په ککړتيا کې مهم رول لوبوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP