کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٨) : د ناټو د دفاع وزيران او متحدين يې په روانه اوونۍ کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کوي.
د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان د مطبوعاتي دفتر يوه چارواکي د چنګاښ په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغانستان به ددغې غونډې داجنډا مهمه برخه وي.
هغه زياته کړه، د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په شپږمه نېټه ناټو او د متحدينو دفاع وزيران يې په بروکسل کې د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کوي.
سرچينې وايي، په دغې ناسته کې به د افغانستان د دفاع وزير اسدالله خالد، په کابل کې د ناټو ملکي استازى نېکولاس کى او د ناټو قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم برخه واخلي.
د ناټو دغې سرچينې وويل، د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې او نړيوال بانک استازي هم د افغانستان په اړه د ناټو دغې ناسته کې ګډون کوي.
د ناټو مطبوعاتي دفتر وايي چې د ناستې ګډونوال به د افغان سولې په تړاو د امريکا د ځانګړي استازي د وروستيو هڅو په اړه خپل ملاتړ څرګند کړي.
دغه راز به دوى د افغان ملي دفاعي امنيتي ځواکونو ددوامداره ملاتړ ژمنه هم تازه کړي.
login or register a new account.