کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٨) : د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې ډېر ژر به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له اوسنیو نهو زرو څخه اتو زرو ته کم کړي .
ټرمپ له ټایم مجلې سره په خپله مرکه کې ويلي چې په افغانستان کې چارې پرسم لوري روانې دي.
هغه زياته کړې، په افغانستان کې ښې خبرې پېښېدونکې دي، داعش ډله ځپل شوې، نو ځکه د امریکايي ځواکونو شمېر چې یو ځل مخکې له ١٦ زرو ٩ زرو ته ټیټ شوی و، اوس به ٨ زرو ته راټیټ شي.
امریکايي ځواکونه اوس مهال افغان سرتېري چې د پوځي عملیاتو مشري کوي، روزي او سلا مشورې ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن