کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٨): د وسله والو طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې د خبرو اترو اووم پړاو د راتلونکې شنبې په ورځ په قطر کې پيلېږي.
د افغانستان د سولې په تړاو د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په ټويټر کې ليکلي، افغانستان او قطر ته د وروستيو سفرونو په ترڅ کې معلومه شوه چې ټولې خواوې په دې خبرو اترو کې تېز پرمختګ ته لېواله دي.
نوموړي زياته کړه، له طالبانو سره د خبرو اترو اووم پړاو خبرې ټاکل شوې ده د راتلونکې شنبې ورځ (د جون ٢٩مه) پيل شي.
له دې مخکې د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين په ټويټر کې ليکلي وو چې خلک په دې خبرو کې د پرمختګ په اړه پوښتنې کوي.
هغه ادعا کړې وه چې امريکا له افغانستانه په بشپړه توګه وتل منلي، خو امريکا د نوموړي دغه څرګندونې رد کړې.
امريکا ويلي چې له طالبانو سره خبرې پر څلورو موضوعاتو چورلي، د ځواکونو وتل، له ترهګرۍ سره مبارزه، هر اړخيز اوربند او بين الافغاني مذاکرات، څو چې پر دې ټولو موافقه نه وي شوې، پر هېڅ هم موافقه نه کېږي.
دې خبرو اترو ته د نږدې سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبان له امريکا د خپلو ځواکونو د وتلو د کره مهالوېش اعلانولو غوښتنه کوي، خو امريکا د دې لپاره شرطونه ايښي دي.
دې خبرو ا ترو ته نږدې سرچينې وايي چې امريکا له هر اړخيز اوربند، تاوتريخوالي کمولو او له ثبات وروسته د خپلو ځواکونو د وتلو کره مهالوېش اعلانوي.
سرچينې وايي چې خليلزاد په کابل کې له څو ورځو خبرو اترو وروسته قطر ته تللى او هلته يې له قطري چارواکو او نورو سره غير رسمي خبرې اترې کړې دي.
login or register a new account.