Language

په افغانستان کې دوه امريکايي سرتېري وژل شوي

کابل (پژواک، ٥  چنګاښ ٩٨): امريکايي ځواکونه وايي چې تېره ورځ یې په افغانستان کې دوه سرتېري وژل شوي دي.

د دغو ځواکونو له خوا د چنګاښ په ٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا سرتېري يې پرون سه شنبه وژل شوي دي.

خو دغو ځواکونو د پېښې کره ځاى او د څرنګوالي په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي.

دغه سرتېري په داسې حال کې وژل شوي چې د  امريکا د بهرنيو  چارو وزير مايک پومپيو پرون کابل ته راغلى و او له افغان چارواکو او امريکايي جنرالانو سره یې وليدل.

نوموړي ويلي چې له طالبانو سره د ځواکونو پر وتلو هېڅ ډول هوکړه نه ده شوې، خو پلان لري چې خپل سرتېري کم کړي.

login or register a new account.