مزارشريف (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٨): د حکومت جرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې د شمالي ولایتونو د امنیتي ستونزو د حل لپاره به په ملي امنیت شورا کې اساسي بحثونه وشي.
له اجرائيه رياسته د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکټر عبدالله نن له غرمې مخکې په بلخ کې د هغه ولایت د امنیتي کمېسیون په ناسته کې ګډون وکړ.
سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې لومړی د اجرائيه ريیس د ازبکستان د لومړي وزیر له سفر څخه د ښه هرکلي او امنیتي تدابیرو له نیول کېدو مننه وکړه او ویې ویل چې د بلخ رهبري په ښه ډول سره وکولای شول چې له یوې خوا د افغانستان د مېلمنو عزت وکړي او له بلې خوا یې امنیت په ښه شکل تامین کړي.
د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر په دې امنیتي ناسته کې بلخ ته د ډاکټر عبدالله د سفر د هرکلي تر څنګ وویل چې په ولایت کې یې د ټولو امنیتي ادارو ترمنځ ښه هغمږي رامنځته کړې او د امنیت د تامین لپاره یې جدي هڅې پيل کړې دي.
دغه راز د ٢٠٩ شاهین قول اردو مرستیال جنرال ادم خان متین، د بلخ امنیه قوماندان سمونوال اجمل فایز او د هغه ولایت د ملي امنیت ريیس اجرائيه ريیس ته ډاډ ورکړ چې د دغه ولایت د امنیت د تامین لپاره یې اساسي اقدامات کړي او دوام لري.
د بلخ امنیتي مسوولانو همدارنګه خپلې ستونزې هم له اجرائیه رييس سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
دغه راز د بلخ د ولایتي شورا مشر ډاکټر محمد افضل حدید هم د بلخ د خلکو په استازولۍ له اجرائيه رييس څخه مننه وکړه او د هغه ولایت د خلکو ستونزې یې له اجرائیه ريیس سره د حل په موخه شریکې کړې.
اجرائيه د امنیتي مسوولینو هڅې وستایلې ويې ويل چې په اکثریتو ولایتونو کې د همغږۍ نه شتون ستونزې زېږولي او له نېکه مرغه چې په بلخ کې د همغږۍ او همکارۍ فضا خورا پیاوړې ده.
هغه ډاډ ورکړ چې د شمالي ولایتو په ځانګړي د بلخ د مسوولینو وړاندیزونه او د جوزجان، تخار په ګډون د نورو شمالي ولایتونو امنیتي ستونزې به په ملي امنیت شورا ناسته کې تر بحث لاندې ونیسي او اساسي پاملرنه به ورته وشي.
ډاکتر عبدالله وویل چې امنیتي ځواکونه د وسله والو مخالفینو په لسګونه بریدونه او حملات دفع کړي خو کله کله ظالم دښمن وتوانېږي چې یوه پېښه رامنځته کړي.
د هغه په وينا، د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې د ستایلو دي او د کابل په پروني برید کې هم افغان امنیتي ځواکونو ښه سرښندنه وښوده، په لسګونو کسان یې وژغول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن