منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

عبدالله: په ملي امنیت شورا کې د شمالي ولايتونو پر امنيتي ستونزو بحث کوو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۵ کتنې

مزارشريف (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٨): د حکومت جرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې د شمالي ولایتونو د امنیتي ستونزو د حل لپاره به په ملي امنیت شورا کې اساسي بحثونه وشي.

له اجرائيه رياسته د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکټر عبدالله نن له غرمې مخکې په بلخ کې د هغه ولایت د امنیتي کمېسیون په ناسته کې ګډون وکړ.

سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې لومړی د اجرائيه ريیس د ازبکستان د لومړي وزیر له سفر څخه د ښه هرکلي او امنیتي تدابیرو له نیول کېدو مننه وکړه او ویې ویل چې د بلخ رهبري په ښه ډول سره وکولای شول چې له یوې خوا د افغانستان د مېلمنو عزت وکړي او له بلې خوا یې امنیت په ښه شکل تامین کړي.

د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر په دې امنیتي ناسته کې بلخ ته د ډاکټر عبدالله د سفر د هرکلي تر څنګ وویل چې په ولایت کې یې د ټولو امنیتي ادارو ترمنځ ښه هغمږي رامنځته کړې او د امنیت د تامین لپاره یې جدي هڅې پيل کړې دي.

دغه راز د ٢٠٩ شاهین قول اردو مرستیال جنرال ادم خان متین، د بلخ امنیه قوماندان سمونوال اجمل فایز او د هغه ولایت د ملي امنیت ريیس اجرائيه ريیس ته ډاډ ورکړ چې د دغه ولایت د امنیت د تامین لپاره یې اساسي اقدامات کړي او دوام لري.

د بلخ امنیتي مسوولانو همدارنګه خپلې ستونزې هم له اجرائیه رييس سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

دغه راز د بلخ د ولایتي شورا مشر ډاکټر محمد افضل حدید هم د بلخ د خلکو په استازولۍ له اجرائيه رييس څخه مننه وکړه او د هغه ولایت د خلکو ستونزې یې له اجرائیه ريیس سره د حل په موخه شریکې کړې.

اجرائيه د امنیتي مسوولینو هڅې وستایلې ويې ويل چې په اکثریتو ولایتونو کې د همغږۍ نه شتون ستونزې زېږولي او له نېکه مرغه چې په بلخ کې د همغږۍ او همکارۍ فضا خورا پیاوړې ده.

هغه ډاډ ورکړ چې د شمالي ولایتو په ځانګړي د بلخ د مسوولینو وړاندیزونه او د جوزجان، تخار په ګډون د نورو شمالي ولایتونو امنیتي ستونزې به په ملي امنیت شورا ناسته کې تر بحث لاندې ونیسي او اساسي پاملرنه به ورته وشي.

ډاکتر عبدالله وویل چې امنیتي ځواکونه د وسله والو مخالفینو په لسګونه بریدونه او حملات دفع کړي خو کله کله ظالم دښمن وتوانېږي چې یوه پېښه رامنځته کړي.

د هغه په وينا، د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې د ستایلو دي او د کابل په پروني برید کې هم افغان امنیتي ځواکونو ښه سرښندنه وښوده، په لسګونو کسان یې وژغول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست