Language

د امريکا سفير: کانديدان دې د کمپاين لپاره دولتي امکانات نه کاروي

کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٨) :  دامريکا سفارت له ولسمشريزو ټاکنو سره د ٢٩ ميليونه ډالرو مرستې د اعلان ترڅنګ له ټولو کانديدانو غوښتي چې قانون ته درناوى ولري او دولتي امکانات دې د کمپاين لپاره نه کاروي.

تر دې مخکې د افغانستان د ماليې وزارت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په غوښتنه د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره بوديجه اعلان کړې ده.

په کابل کې د امريکا سفير جانباس وايي چې دوى د افغان حکومت له خوا د ټاکنو د بوديجې پر اعلان خوښ شوي دي.

هغه په يوه ويډيويي پيغام کې چې دامريکا سفارت له خوا خپور شوى ويلي، د افغان حکومت له اعلان وروسته امريکا هم  د ټاکنيزو کارونو لپاره د ٢٩ ميليونه ډالرو مرستې اعلان کوي.

ده زياته کړې، ددې ترڅنګ د ټاکنو د داخلي څارونکو مالي تمويل هم ورکوي، څو خلک د دې ټاکنو پر پروسې او پايلو باور ولري.

د امريکا سفير وايي، که څه هم د بوديجې اعلان مهم قدم دى، خو ددې ترڅنګ تر ټاکنو وړاندې بايد يو شمېر نور اقدامات هم ترسره شي.

جان باس زياته کړې، د ټاکنيزو کمېسيونونو ترڅنګ اړونده وزارتونه هم بايد جدي اقدامات وکړي، څو ولسمشريزې ټاکنې په خپل اعلان شوې نېټې ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمريز کال د تلې په مياشت کې ترسره شي.

هغه وايي : (( ټاکنيز کمېسيونونه بايد نور اضافي مامورين پر دندو وګوماري او روزنه ورکړي، د رايه ورکوونکو لېستونه چاپ او خپاره شي، د بايومټرک ماشينونو د اخيستلو پروسه ژر تر ژره  بشپړه شي.))

د امريکا سفير ويلي، پر وخت د ټاکنو ترسره کولو لپاره د يادو کارونو بشپړول اړين دي.

جان باس زياته کړې : (( لکه د نورو افغانانو موږ  هم قوي هيله لرو چې د ولسمشرۍ ټاکنو ټول کانديدان قانون ته درناوى ولري او دولتي چارواکي د يو کانديد په ملاتړ له دولتي امکاناتو کارولو څخه ډډه وکړي.))

د هغه په وينا، ټول کانديدان چې اوس دولتي دندې لري يا نه، له دولتي امکاناتو څخه په هر ډول چې وي، له استفادې ډډه وکړي، ځکه چې دا د ټولو افغانانو او امريکا هيله ده.

login or register a new account.