مزارشريف ( پژواک،۲۶چنګاښ، ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال زون په کچه د صنايعو، کانونو او پانګونې شورا جوړه شوه.
د افغانستان د صنايعو، کانونو او پانګونې عالي شورا مشر بشيراحمد مژده د چنګاښ په ۲۶مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده شورا په شمال زون کې د سوداګريزې او اقتصادي راکړې ورکړې د ودې په موخه جوړه شوې ده.
نوموړي زياته کړه، دغه شورا به د سيمه ييزو صنايعو د پرمختګ او همدا راز د پانګوالو او سوداګرو د ستونزو حل کېدو برخه کې کارکوي.
د هغه په خبره، د يادې شورا له لارې به په ولايتونو کې د سوداګرو شته ستونزې د دولت له عالي مراجعوسره شريکېږي او د حل لپاره به يې ګامونه اخيستل کېږي.
مژده وايي، افغانستان کې د صنعت او پانګونې برخې له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې د ترانزيټ او ګمرکي تعرفو برخې يې د بېلګې په ډول يادولی شو.
نوموړي زياته کړه، ياده شورا به همدا راز په شمالي ولايتونو کې شته کانونه سروې کوي، لومړيتوبونه او ستونزې به يې په ګوته کوي او بيا به يې پايلې له خلکو سره شريکوي.
مزارشريف کې د کفايت بازار د اصنافو شورا رييس حاجي ميرويس احمدي پژواک ته وويل چې بلخ کې د صنايعو، کانونو او پانګونې شورا پرانيستل به سوداګر وهڅوي، چې په بېلابېلو برخو کې لا ډېره پانګونه وکړي.
د هغه په وينا، پخوا تر دې به سوداګرو کوښښ کاوه، چې خپلې ستونزې په فردي شکل حل کړي، چې تر ډېره به يې پايله مثبته نه وه؛ خو زياتوي، اوس سوداګر کولای شی؛ څو په ټوليز ډول د خپلو مشکلاتو د حل لپاره ګامونه پورته کړي.
هغه زياتوي، د صنعتکارانو لپاره د اسانتياوو برابرول او د هغوی د ستونزو حل کول به د ټولنې اقتصادي ودې ته زمينه برابره کړي.
بلخ کې د يوه خصوصي سوداګريز شرکت مشر عبدالبصير فخري هم پژواک سره خبرو کې هيله مندي وښوده، چې د يادې شورا په ايجاد سره به د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره اسانتياوې رامنځته شي.
هغه زياته کړه، بلخ کې د صنايعو، کانونو او پانګونې نوې جوړه شوې شورا دې لومړی کار دا وکړي، چې له بهر څخه افغانستان ته د باالمثل موادو پر واردولو دې قيودات زيات کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP