Language

پاکستان: د امريکا او طالبان ترمنځ خبروکې مو مهم رول لوبولى

کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٨) : د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وايي چې دوى د واشنګټن په غوښتنه د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پيلولو کې مهم رول لوبولى دى.

دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي پرون په اسلام اباد کې له امريکا سره د خپل هېواد داړيکو په اړه يوه سيمينار ته کړې دي.

هغه زياته کړه، که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو کې لوړې ژورې راغلي، خو له امريکا سره اړيکې د پاکستان د بهرنۍ تګلارې مهمه برخه ده.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې ټاکل شوې، د پاکستان لومړى وزير عمران خان راتلونکې اوونۍ ولسمشر ټرمپ سره د ليدنې لپاره واشنګټن ته ولاړ شي.

د امريکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ تر ټاکل کېدو وروسته د اسلام اباد او واشنګټن اړيکې ځکه خرابې شوې چې ټرمپ پر پاکستان يو شمېر تورونه پورې کړل او د کال پر سر د يو ميليارد ډالرو مرسته يې ودروله.

قريشي وايي، د عمران خان په مشرۍ د پاکستان نوي حکومت جوړېدو سره د دواړو هېوادونو اړيکې ښې شوې دي.

هغه زياته کړه، دوى د واشنګټن په غوښتنه د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پيلولو کې مهم رول ولوباوه او دا رول ټولو تاييد کړى هم دى.

د نوموړي په وينا، د افغانستان په اړه دامريکا او پاکستان په تګلارو کې د همغږۍ له امله ددغې پخوانۍ شخړې د هواري هيلې زياتې شوې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير زياته کړه : (( موږ په افغانستان کې د امريکا له لومړيتوبونو خبر يو، پاکستان د افغان شخړې د هواري لپاره د امريکا د ولسمشر ټرمپ د پرېکړو هرکلى کوي.))

د هغه په وينا، پاکستان به د طالبانو او امريکا ترمنځ خبرو اترو کې د اسانتيا پيدا کولو په برخه کې خپل رول ته ادامه ورکوي.

دغه راز قريشي وويل، پاکستان به د افغان سياسي او وسله والو ډلو ترمنځ خبرو اترو او ناستو ته هم زمينه برابروي او په دې برخه کې يې کار کړى دى.

د يادونې ده چې تېره مياشت په اسلام اباد کې د افغان سياسيونو ترمنځ يوه ناسته د پاکستان په همکارۍ تنظيم شوې وه.

login or register a new account.