کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نیټه ۹۸) : د پاکستان لومړي وزیرعمران خان ویلي چې ډیر ژر به د طالبانو له استازو سره وګوري او هغوی به افغان حکومت سره خبرو ته اماده کړي.
عمران خان دغه څرګندونې امریکا ته د رسمي سفر پر مهال په واشنګټن کې د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې د وینا پر مهال کړې دي.
هغه زیاته کړه، چې پاکستان ته د ستنیدو وروسته په پام کې لري چې د طالبانو له استازو سره وګوري او هغوی د افغانستان د حکومت سره مستقیمو خبرو ته وهڅوي.
عمران خان ويلي: "طالبانو څو میاشتې مخکې غوښتل چې له ما سره وګوري. خو د افغانستان دولت نه غوښنل چې زه له هغوی سره وګورم. اوس، د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر غني سره له خبرو وروسته له طالبانو سره ګورم او هڅه کوم چې هغوی د افغانستان دولت سره مستقیمو خبرو ته وهڅوم."
دنوموړي په وینا، دا چې تل یې ویلي وو چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نلري د طالبانو په منځ کې اعتبار لري.
نوموړي د افغان ټاکنو په اړه ویلي، چې دا باید پراخه بنسټه وي او طالبانو ته هم پکې برخه ورکړل شي.
د یادونې وړ ده، چې ولسمشر تل طالبانو ته ویلي چې راشي په ټاکنو کې برخه واخلی.
د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی، چې هغه تل د خبرو له لارې د افغانستان د جگړې د پای ته رسیدو پلوي دی او د طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل کولو په خاطر یې دولسمشر ټرمپ د تصمیم درناوی وکړ.
login or register a new account.