Language

دامریکا د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر غني سره ټیلیفوني خبرې کړې

کابل (پژواک، ۳ زمری ۹۸) : د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر اشرف غني سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې ډاډ ورکړ، چې د سویلي اسیا په اړه د ولسمشر ټرمپ په تګلاره کې کوم بدلون نه دی راغلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د یادې اړیکې وروسته د زمري په ۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا اړیکه پرون د بهرنیو چارو وزیر پومیو لخوا نیول شوې وه.
سرچینې زیاته کړې، دواړو مشرانو پر دې اتفاق وکړ، چې اوس ددې وخت رارسیدلی، چې د سولې ییزې لارې د افغانستان شخړه پای ته ورسول شي.
په خبرپاڼه کې راغلی، پومپیو افغان ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ، چې د سویلي اسیا په اړه د ولسمشر ټرمپ په تګلاره کې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلي، دغه راز له افغانستانه د امریکایي ځواکونو به مشرو‌ط وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی قوماندان جنرال ډانفورډ او ځانګړی استازی ز لمی خلیلزاد یې همدې لپاره کابل ته لیږلی ، چې د سولې په اړه دراتلونکو پړاوونو په اړه له نږدې خبرې اترې وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له وروستیو هڅو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې له امریکا سره به اوږه په وږه د یوه سوله ییز، با ثباته او دیموکرات افغانستان سره کار کوي چې دا هیواد بیا د ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې ولسمشر غني سره خبرې کړي، چې دوه ورځې مخکې دامریکا ولسمشر ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره د اړیکو پر مهال ویلي وو، چې که غواړي په لسو ورځو کې د افغانستان شخړه ختمولی او افغانستان د نړۍ له نقشې لرې کولی شي، خو نه غواړي لس میلیونه افغانان و وژنی.
د نوموړي دغه څرګندونې د افغان حکومت، سیاسیونو او عامو کلک غبرګون وپارولو .

login or register a new account.