کابل (پژواک، ٣ زمرى ٩٨): ولسمشر اشرف غني د امريکا د پوځ له لوى درستيز سره پر سولې، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پر ارزښت خبرې وکړې.
له ارګه د زمري په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي چې د امريکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ نن په ارګ کې له ولسمشر غني سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې دواړو لورو له ترهګرۍ سره د مبارزې، د افغانستان سولې او ثبات او ګډو ګټو د ارزښت په اړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو بنسټ جوړوي، بحث او خبرې وکړې.
دغه راز ولسمشر غني او جنرال جوزف ډنفورډ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیت او مهارتونو لوړولو او له دغو ځواکونو د ملاتړ، په ګډو موخو کې د پرمختګونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې د دواړو هېوادونو پر مشارکت او ګډو موخو خبرې وکړې.
اشرف غني دې ته په اشاره چې افغانستان هره ورځ له نړیوال تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرباني ورکوي، وویل، تروریزم مشترک ګواښ دی او باید له دې شومې پدیدې سره مبارزه دوام وکړي.
د یادونې ده، جنرال جوزف ډنفورډ مخکې د ایساف ځواکونو د قوماندان او د دغو ځواکونو له لوري د انتقال پروژې د مسوول په توګه کار کړی او د افغانستان او سیمې د امنیتي وضعیت په اړه ښې تجربې لري.
login or register a new account.