کابل (پژواک، ٦ زمرى ٩٨): د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې د پاکستان د ويزو په اړه یې د خلکو شکايتونو په رڼا کې له خپل اړخه اقدامات کړي، خو پاتې ستونزې د سفارت دي چې باید په خپله یې هوارې کړي.
د پاکستان سفارت نن اعلان وکړ چې عادي افغانانو ته نه، بلکې يواځې ناروغانو، محصلينو او سوداګرو ته ویزې ورکوي.
د سفارت له خوا د زمري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کار یې د سفارت او کونسلګریو بهر د زورواکانو او بانډونو د غړو له خوا د وېزې پر سر له خلکو د پيسو اخيستلو په غبرګون کې کړی دی.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پژواک اژانس ته وويل چې د خلکو د شکايتونو په رڼا کې يې د پاکستان د سفارت ټول امنيتي محافظين بدل کړي.
هغه زياته کړه چې دغه راز د ملي امنيت او نورو کشفي او استخباراتي ارګانونو د راپورونو له مخې، مفسد کسان تشخيص او تر نيول کېدو وروسته د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
رحيمي وايي چې دا ستونزه په خپله د پاکستان سفارت ده او هغوى بايد د ويزو ستونزه نوره هواره کړي، هسې دې پلمې نه لټوي.
د نوموړي په وينا، په کابل کې ګڼ شمېر نور سفارتونه هم هره ورځ ډېرې ويزې ورکوي او مراجعين يې ډېر دي، خو هغوى ورته يو منظم ميکانيزم جوړ کړى چې له امله يې خلک له هېڅ ډول ستونزې سره نه مخ کېږي.
له کابله وروسته په جلال اباد ښار کې د پاکستان د ويزو ترلاسه کول ستونزمن دي او ګڼه يې ګوڼه ډېره وي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې دوى د پاکستان د کونسلګرۍ د امنيت او د ويزو د کارونو د تنظيم لپاره ځانګړې امنيتي قطعه رامنځته کړې ده.
هغه زياته کړه چې د دې قطعې له خوا له فعاليت پيلولو وروسته ټولې ستونزې هوارې شوې او د پاکستان ويزې له کومې ستونزې پرته په منظم ډول ترلاسه کېږي.
د يادونې ده، په کابل کې د پاکستان سفارت او په جلال اباد ښار کې د پاکستان د ويزو ترلاسه کولو لپاره هره ورځ زرګونه کسان مراجعه کوي خو پاکستان وايي چې دوى يواځې د شاوخوا څلور زرو کسانو ته هره ورځ د ويزې ورکولو ظرفيت لري.
د زرګونو کسانو له خوا د ويزو اړتيا ته په کتو سره په کابل او جلال اباد کې د ځينو کسانو له خوا د پيسو په مقابل کې د ويزو ورکولو شکايتونه دي.
login or register a new account.