کابل (پژواک، ٦ زمرى ٩٨): په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان کړى چې سر له ننه یې د ټولو عادي افغانانو لپاره وېزې بندې کړې دي.
د سفارت له خوا د زمري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کار یې د سفارت او کونسلګریو بهر د زورواکانو او بانډونو د غړو له خوا د وېزې پر سر له خلکو د پيسو اخيستلو په غبرګون کې کړی دی.
خو د پاکستان سفارت ويلي چې محصلينو، ناروغانو او سوداګرو ته به ويزې له معمول سره سم ورکوي.
د پاکستان سفارت له افغان حکومته غوښتي چې د دې ستونزې هواري لپاره ژر تر ژره جدي اقدامات وکړي.
د يادونې ده، په کابل کې د پاکستان سفارت او په جلال اباد ښار کې د پاکستان د ويزو ترلاسه کولو لپاره هره ورځ زرګونه کسان مراجعه کوي خو پاکستان وايي چې دوى يواځې د شاوخوا څلور زرو کسانو ته هره ورځ د ويزې ورکولو ظرفيت لري.
د زرګونو کسانو له خوا د ويزو اړتيا ته په کتو سره په کابل او جلال اباد کې د ځينو کسانو له خوا د پيسو په مقابل کې د ويزو ورکولو شکايتونه دي.
ويل کېږي چې دا ويزې له لسو زرو افغانيو نيولې تر ٢٠ زره افغانيو پورې په تور بازار کې پلورل کېږي.
خو د پاکستان سفارت وايي چې د دوى رسمي کارکوونکي له هېچا پيسې نه اخلي، ويزې وړيا دي، خو بهر په خپله امنيتي کسان دغه کارونه کوي.
د کورنيو چارو وزارت څو مياشتې مخکې په کابل کې د پاکستان سفارت ټول پوليس بدل کړ او پر ځاى يې نوي کسان وګومارل.
د افغانستان حکومت تر اوسه د پاکستان د دې تازه پرېکړې په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.