ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي بيرغ ورځ ونمانځل شوه

د ملي بيرغ ورځ ونمانځل شوه

author avatar
29 Jul 2019 - 19:29
د ملي بيرغ ورځ ونمانځل شوه
author avatar
29 Jul 2019 - 19:29

کابل (پژواک، ٧ زمری ٩٨): ولسمشر غني وايي، د ملي بيرغ په وياړ په ټول هېواد کې له اساسي قانونو اسلامي ارزښتونو، ملي يووالي او ټينګې ارادې سره خپله ژمنه يو ځل بيا تازه کوي.

نوموړي دغه خبرې نن سهار د ملي بیرغ ورځې په مناسبت په ارګ کې له یو شمېر ځوانانو سره په جوړو شویو مراسمو کې د وينا پرمهال کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې مراسمو کې د ولسمشر ستر سلاکار عبدالرشید ایوبي له جمهور رئیس څخه د زمري اومه د ملي بیرغ ورځې په نوم  د نومولو له امله مننه وکړه او ويې ویل، ملي بیرغ چې د افغانستان عزت او ویاړ دی، نن مازیګر یې له دهمزنګ څخه تر دارالامان ماڼۍ پورې په ویاړ د پلي تګ ځانګړي مراسم ترسره کېږي.

سرچينه زياتوي، ولسمشر غني  د مراسمو له ګډونوالو ځوانانو څخه د ملي بیرغ په ویاړ له دغه نوښت څخه په مننې کولو سره وویل، د بیرغ پیل د افغانستان له افسانوي پاچا یما څخه شوی او په بېلابېلو زمانو کې د جنډې، علم شریف او نورو نومونو یاد شوی دی.

نوموړي د ملي بیرغ درې رنګونو ته په اشارې وویل، تور رنګ د هغو تیارو ورځو سمبول دی چې د افغانستان دښمنانو د بریدونو له لارې د افغانستان د هویت د له منځه وړلو ناوړه هڅې په کې کړي. د ملي بیرغ سور رنګ چې د وینې سمبول دی، په دې مانا چې دا وطن موږ په خپلو وینو ګټلی او د چا هدیه نه دی.

ده څرګنده کړه،  د ملي بیرغ سور رنګ زموږ د ویاړلو شهیدانو د وینو د اعزاز نښه ده او هیچاته به د تېرو او تیارو ورځو د تکرار اجازه ورنه کړو. زموږ د ملي بیرغ زرغون رنګ د وطن د ښېرازۍ او پر راتلونکي د باورمندۍ سمبول دی.

غني له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملي بیرغ د هسک او رپاند ساتلو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، نن باید د ملي بیرغ په ویاړ یو ځل بیا په ټول هېواد کې له اساسي قانون، اسلامي ارزښتونو، ملي یووالي او ټینګې ارادې سره خپل عهد تازه کړو.

ولسمشر په ټينګار سره وویل، دا وطن موږ په خپل ټینګ عزم او د خپلو هیوادوالو په ملاتړ ساتو، ځکه کله چې عزم وي، نو هر څه شوني دي. د دارالامان ماڼۍ بیا رغاونه د پیاوړي عزم څرګنده نښه ده.

له بلې خوا، نن مازيګر د يادې ورځې په مناسبت د کابل ښار د وزير اکبرخان پر غوندۍ يو شمېر ځوانانو ياده ورځ ونمانځله او پردې غونډۍ نصب شوى بيرغ يې تر رغونې وروسته پورته کړ.

په دې اړه جوړه غونډه کې د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي وویل، د وزیر اکبر خان غونډۍ کې چې نن کوم بیرغ د ځوانانو له خوا پورته شو، ۴۰ متره اوږدوالى او ۲۶ متره سور لري چې په هېواد کې تر ټولو لوی بیرغ دی.

ده زیاته کړه، دغه بیرغ پخوا څو ځله په هند کې تزیین شوى دى او سږ کال په دننه هېواد کې د حکومت له خوا د شپږ سوه زرو افغانيو په لګښت تزيين شوى دى.

د هغه په وينا، ملی بیرغ د افغانستان عزت او ویاړ دی او ټول افغانان باید دغه ورځ په خپلو ولایتونو کې په خوښۍ او ویاړ سره ونمانځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.