کابل (پژواک، ۷ زمری ۹۸) : د ناټو ماموریت وایي، چې نن په افغانستان کې دوه امریکایي سرتیري وژل شوي دي.
په کابل کې د ناټو مطبوعاتي دفتر لخوا د زمري په ۷ مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددوی د تګلارې له مخې دمګړۍ د پيښې د ځای او دسرتیرو د هویت په اړه معلومات نه شي ورکولی.
بلخوا ځینې سرچینې وایي، چې نن د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو د یوه سرتیري په ډزو کې دوه امریکایي سرتیري وژل شوي او یو تن یې ټپي دی.
سرچینې زیاته کړې، چې د امریکایي ځواکونو په ډزو کې بریدګر هم ټپي شوی او د هغوی لخوا نیول شوی دی.
login or register a new account.