Language

حکومت: غواړو تر راتلونکي کال پورې د بهرنيو ځواکونو د مرستې اړتيا کمه کړو

کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٨): د افغانستان حکومت د امريکا د بهرنيو چارو د وزير وروستيو څرګندونو ته په ځواب کې ويلي چې د پوځيانو وتل نوې خبره نه ده، دوى هڅه کوي چې تر راتلونکي کال پورې د بهرنيو ځواکونو د مرستې اړتيا کمه کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو پرون ويلي چې ولسمشر ټرمپ ورته په ډاګه کړې چې په راتلونکي کال کې د امريکا د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې بايد له افغانستانه ځواکونه وباسي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند کبير حقمل د زمري په ٨مه د پومپيو د څرګندونو په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ او امريکا له يو بل سره د همکاريو معاهدې لرو چې له مخې به يې افغانستان په پوځي برخه کې پر ځان بسيا شي.))

هغه زياته کړه، د پوځيانو وتل نوې خبره نه ده، اوس هم د جګړې ډېر مسووليت د افغان وسله والو ځواکونو پر غاړه دی، امريکايي ځواکونه يواځې هوايي او حمايوي مرسته کوي.

حقمل وايي: ((قاطع پلان لرو چې تر ٢٠٢٠ کال پورې د دې مرستې ضرورت ډېر کم شي.))

بلخوا د ولسمشر وياند صديق صديقي هم په دې اړه غبرګون ښودلى، هغه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې تېره اوونۍ د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو له ولسمشر غني سره په يوه ټيلېفوني اړيکه کې په ډاګه کړې ده چې د ځواکونو ايستل به مشروط وي.

صديقي زياته کړې، پومپيو ډاډ ورکړ چې د سوېلي اسيا او افغانستان په اړه د امريکا په ستراتيژۍ کې کوم بدلون نه دى راغلى او د امريکايي ځواکونو ايستل به د افغانستان شرايطو ته په کتو ترسره کېږي.

دغه راز د افغانستان مشرانو جرګې هم نن په دې اړه بحث کړى او له امريکا يې غوښتي چې له افغانستانه په مسوولانه ډول ووځي.

امريکا په داسې حال کې د ځواکونو د ايستلو خبره کړې چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په قطر کې له طالبانو سره پر خبرو اترو بوخته ده.

د امريکا استازى زلمى خليلزاد وايي چې په دې خبرو کې پر څلورو موضوعاتو د ځواکونو وتل، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، هر اړخيزه اوربند او بين الافغاني مذاکراتو بحثونه شوي دي.

هغه زياته کړ چې په لومړيو دوو هوکړه شوې او په وروستيو دوو موضوعاتو پرمختګونه شوي چې هيله کېږي په راتلونکو څو ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شي.

login or register a new account.