کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٨ ): د وسله والو طالبانو د قطر دفتر يو پلاوى چې اندونيزيا ته په سفر تللى، د دغه هېواد د علماوو په يو کنفرانس کې ګډون کړى دى.
د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا برادر په مشرۍ د طالبانو دغه پلاوى د تېرې جمعې په ورځ په رسمي سفر د اندونيزيا پلازمېنې جاکارتا ته تللى دى.
د طالبانو له خوا د زمري په ٨ مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى پلاوي د اندونيزيا د مجلس العلماء په مرکزي دفتر کې له ګڼ شمېر علماوو، پوهانو او متخصصینو سره به يوه ګډ کنفرانس کې ګډون وکړ.
سرچينې زياته کړې، ياد کنفرانس چې په جارکارتا کې د مجلس العلماء د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوی و، ملا برادر اخند او ملګرو يې د افغانستان پر روان وضعیت او طالبانو پر موقف او لاس ته راوړنو رڼا واچوله او له روانو جریاناتو څخه یې د مجلس ګډونوال خبر کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي، د اندونیزیا هیواد د مجلس العلماء مشرانو او نورو مخورو خپل نظریات او مشورې یې وړاندی کړې.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو دغه پلاوي له دې مخکې د اندونيزيا مرستيال ولسمشر او د بهرنيو چارو له وزيرې سره هم ليدنې کتنې کړې دي.
ټاکل شوې ده، راتلونکې مياشت په اندونيزيا کې د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا د علماوو درې اړخيز کنفرانس هم جوړ شي.
login or register a new account.