Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حکومت: په بغلان کې د مهمو قوماندانانو په ګډون ٥٦ طالبان وژل شوي

حکومت: په بغلان کې د مهمو قوماندانانو په ګډون ٥٦ طالبان وژل شوي

author avatar
30 Jul 2019 - 16:37
حکومت: په بغلان کې د مهمو قوماندانانو په ګډون ٥٦ طالبان وژل شوي
author avatar
30 Jul 2019 - 16:37

کابل (پژواک، ۸ زمری ۹٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې په بغلان کې د طالبانو د سرې قطعې او استخباراتو قوماندانانو په ګډون لسګونه وسله وال مخالفين وژل شوي خو طالبان يواځې د خپلو ١٢ کسانو وژل کېدل تاييدوي.

په کابل کې د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د بغلان د ډنډغوري په تپه قرغان سيمه کې هوايي او ځمکني عمليات ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو او سرې قطعې قوماندانانو په ګډون ٥٦ وسله وال وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ويلي چې په دغو عملياتو کې ٣٣ نور وسله وال مخالفين ټپيان شوي هم دي.

بلخوا په بغلان کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو د درېيمې لې لوا قوماندان ډګروال غلام عباس توکلي په پلخمري کې يوې خبري ناستې ته وويل چې دغه عمليات تېره شپه د ډنډغوري د قرغان تپې او سفيد خان په سيمو کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه چې په عملياتو کې تر ٥٠ ډېر وسله وال وژل شوي او تر ٣٠ زيات نور ټپيان دي.

د توکلي په وينا، په وژل شوو کې د طالبانو مهم قوماندانان او مسوولين هم شامل دي.

د بغلان والي احمد فريد بسيم په دې خبري ناسته کې وويل، د استخباراتي معلوماتو پر اساس په وژل شوو کسانو کې د مبارز په نوم يو کس چې په بغلان کې یې د طالبانو د سرې قطعې مشري کوله او د ملا رحيم په نوم د هغوى استخباراتي مشر هم شامل دي.

والي وايي، دغه عملیات د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا چې د بهرنیو هوايي ملاتړ هم ورسره و، په پوره همغږۍ ترسره شوي دي .

د بغلان امنيه قوماندان سمونوال نيازمحمد نيازمند وويل، عمليات به تر هغو دوام لري چې ټولې سيمې له وسله والو پاکې او لويه لاره خوندي شي.

د هغه په وينا، دغه عمليات وروسته له هغه وشول چې وسله والو مخالفينو پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د بغلان د قرغان تپې په عملياتو کې د ٥٦ طالبانو د وژل کېدو په اړه د دولت ادعا ردوي او وايي يواځې ١٢ طالبان وژل شوي.

هغه زياته کړې چې په دې نښتو کې دولتي سرتېرو ته هم ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه عمليات په داسې حال کې ترسره شوي چې دوه ورځې مخکې د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب دغه ولايت ته سفر وکړ او ژمنه يې وکړه چې د دغه ولايت د امنيت او د لويو لارو د خونديتوب لپاره به عمليات ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.