کابل (پژواک، ٩ زمرى ٩٨): د افغانستان حکومت د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو په اندېښنه کې ځان شريک بولي او زياتوي چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره به هر اړخيز اقدامات وکړي.
د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) پرون د روان زېږديز کال د لومړيو شپږو مياشتو د ملکي تلفاتو راپور خپور کړ.
په دغه راپور کې راغلي چې په تېرو شپږو مياشتو کې ٣٨١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ١٣٦٦ کسان وژل شوي او ٢٤٤٦ نور ټپيان دي.
په راپور کې راغلي چې دا مرګ ژوبله د تېر کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله ٢٧ سلنه کمه ده.
يوناما ويلي چې له دې مرګ ژوبلې يې ٣٨ سلنه د وسله وال طالبانو، ١١ سلنه د داعش او ٣ سلنه د نورو وسله والو مخالفينو له خوا اوښتې ده.
دغه راز په راپور کې راغلي چې له دغو تلفاتو يې ١٨ سلنه د دولتي ځواکونو، ١٢ سلنه د نړيوالو ځواکونو او ٦ سلنه د نورو د دولت پلوه ځواکونو له خوا اوښتي دي.
د ملي امنيت شورا له خوا د يوناما د راپور په اړه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان دولت په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د یوناما له خوا مطرح شوې اندېښنه کې ځان شریک بولي.
سرچينې زياته کړې، د ملګرو ملتونو راپور موندلې چې وسله وال مخالفين د ډېری ملکي تلفاتو مسوول دي، په داسې حال کې چې حکومت د سولې لپاره خپلې هلې ځلې دوه چنده کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((موږ د دښمن د بریدونو پر وړاندې او د محاربوي عملیاتو په جریان کې د ملکي وګړو د ساتنې او له بېځایه شوو سره د مرستې په برخه کې جدي اقدامات کوو.))
د ملي امنيت شورا په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لړ کې درې اساسي ټکي چې د ملکي وګړو ساتنه، د ملکي تلفاتو د کچې ټيټول او له زیانمنو شوو خلکو سره مرسته ده، په لوړه کچه د حکومت او امنیتي سکټور په لومړیتوبونو کې ځای لري او په دې برخه کې لاندې کارونه شوي دي:
- ساتنه: د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۷ ټنه چاودېدونکي توکي کشف او ضبط کړي او په دې توګه يې د یو زیات شمېر خلکو ژوند ژغورلی دی. له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې ۲۰۹۹۶ قطعې ناچاوده مهمات، ځای پر ځای شوي او د پرسونل ضد ماینونه پاک کړي، چې له امله یې د ۲۰۱۸ کال د لومړیو شپږو میاشتو ۶۸۲ تنه تلفات، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۳۳ کسانو ته راټیټ کړي دي. له زیانونو د ملکي وګړو د ژغورنې لپاره د هېواد د امنیتي سکټور هڅې دوام لري. login or register a new account.