Language

خليلزاد له طالبانو سره دپرېکنده خبرو لپاره قطر ته روان شو

 کابل (پژواک، ٩ زمرى ٩٨) : د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد کابل ته خپل وروستى سفر تر ټولو ګټور بللى او له طالبانو سره د پرېکنده خبرو لپاره قطر ته روان شوى دى.

خليلزاد شاوخوا لس ورځې مخکې کابل ته راغلى و، هغه ددې سفر پر مهال څو ځلې ولسمشر اشرف غني او  اجراييه رييس ډاکتر عبدالله سره وليدل ، له طالبانو سره د خپلو ليدنو کتنو په اړه يې ورسره معلومات شريک کړل او د کېدونکې موافقې په اړه يې ورسره مشورې وکړې.

زلمي خليلزاد نن د زمري په ٩مه، په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې نن له کابل څخه قطر ته روان شوى، خو په اسلام اباد کې يې هم لنډه دمه کړې ده.

اسلام اباد ته د هغه د سفر او ليدنو کتنو په اړه تر اوسه پاکستانيو او امريکايي چارواکو جزئيات نه دي خپاره کړي.

خليلزاد زياته کړې، په قطر کې به هغه هوکړه ‌ليک وروستی کړي چې ورباندې يې له ډېرې مودې راهيسې کار کړى دى.

هغه زياته کړې: "زه د دوحې پر لور ځم، خو په اسلام‌اباد کې به دمه ولرم. په دوحه کې که طالبان خپل کار وکړي، موږ خپل کار کوو او هغه هوکړه به پایلې ته ورسوو چې کار مو پرې کاوه."

د امريکا ځانګړي استازي ويلي، له  هغه راهیسې يې چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه کار پیل کړی، افغانستان ته يې خپل ډېر ګټور سفر پای ته رسولى دى.

خليلزاد زياته کړې: " امریکا او افغانستان پر راتلونکو ګامونو هوکړه کړې ده، مذاکراتي پلاوی او تخنیکي ملاتړې ډله د وروستي کېدو په حال کې دي."

په قطر کې يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې خليلزاد نن د ورځې ناوخته دوحې ته رسېدلى او ټاکل شوې چې سبا له طالبانو سره پرېکنده خبرې پيل کړي.

دا په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت هم نن له وسله والو طالبانو سره د نېغ په نېغه خبرو اترو لپاره ١٥ کسيز ټيم اعلان کړى،خو نومونه يې نه دي په ډاګه کړي.

اټکل کېږي چې په راتلونکې يوه اوونۍ کې د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسليک شي،  خليلزاد تر دې مخکې ويلي و چې د ځواکونو پر وتلو او ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې يې له طالبانو سره هوکړه کړې ، د هر اړخيز اوربند او بين الافغاني مذاکراتو په اړه پرمختګ شوى دى.

بلخوا د ولسمشر وياند صديق صديقي نن په کابل کې د يوه خبري کنفرانس پرمهال وويل چې زلمي خليلزاد له ولسمشر غني سره د سولې د نورو پړاونو پر  جزيیاتو کار کوي.

login or register a new account.

Related Topics