Language

طالبان: فراه کې پر ملکي موټر د چاودنې څېړنه کوو

کابل (پژواک، ٩ زمرى ٩٨) : وسله والو طالبانو ويلي چې په فراه ولايت کې پر ملکي موټر د هغې چاودنې څېړنه کوي چې په ترڅ کې يې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نن سهار له هرات څخه کندهار ته روان پر يو ٣٠٤ موټر د فراه ولايت په دلارام ولسوالۍ کې چاودنه وشوه چې له امله يې ٣٤ ملکي وګړي ووژل شول او ١٧ نور ټپيان شول.

د وسله والو طالبانو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې پر دې پېښې خواشيني څرګنده شوې ده.

طالبانو ويلي، دوى يو پلاوى سيمې ته استولى، تر څو دقيقه معلومه کړي چې دا پېښه د چا له خوا، څه ډول او ولې رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، له پلټنو څخه وروسته به د پېښې له عاملينوسره شرعي او جدي چلند کېږي. 

بلخوا ولسمشر اشرف غني، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله، پخواني ولسمشر حامدکرزي، اروپايي اتحاديې، پاکستان، امريکا او يو شمېر نورو هېوادونو هم دا چاودنه غندلې ده.

login or register a new account.