Language

امریکایي رسنۍ: د اسامه بن لادن زوی حمزه وژل شوی

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۹۸): امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې د القاعدې وسله والې ډلې د بنسټ ایښودونکي مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن وژل شوی دی.

حمزه بن لادن د خپل پلار له وژل کېدو وروسته د القاعدې ځای ناستی ګڼل کېده، که څه هم هغوی ایمن الظواهري د دې ډلې رسمي مشر ټاکلی دی.

اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د امریکا د ځانګړو بحري ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

امریکایي رسنۍ  نیویارک ټایمز خبر ورکړی چې د امریکا دوو لوړپوړو چارواکو د نوم نه اخيستو په شرط دا تايید کړې ده چې حمزه بن لادن چې پر امریکا یې د بریدونو خبرداري ورکول، د ولسمشر ټرمپ د دورې په لومړنيو دوو کلونو کې وژل شوی دی.

په دې اړه پرون ځینو خبریالانو د امریکا له ولسمشر ټرمپ څخه پوښتنه  کړې، خو هغه ځواب ورکړی، "نه غواړي په دې اړه تبصره وکړي."

login or register a new account.