ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: حکومت به تر راتلونکو څو ورځو د بلوڅي ژبې اکاډمۍ د ایجاد حکم صادر کړ

ولسمشر: حکومت به تر راتلونکو څو ورځو د بلوڅي ژبې اکاډمۍ د ایجاد حکم صادر کړ

author avatar
1 Aug 2019 - 19:59
ولسمشر: حکومت به تر راتلونکو څو ورځو د بلوڅي ژبې اکاډمۍ د ایجاد حکم صادر کړ
author avatar
1 Aug 2019 - 19:59

کابل (پژواک ١٠ زمرى ٩٨): ولسمشر غني وايي، تر راتلونکو څو ورځو به د بلوڅي ژبې اکاډمۍ د ایجاد حکم صادر کړي او هم به د ده د ویاند په دفتر کې یوه خبري برخه په بلوڅي ژبه جوړه شي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن مازیګر د بلوڅ قوم له مشرانو او متنفذینو سره په ارګ کې وکتل.

سرچينه زياتوي، لومړی حاجي عبدالکریم براهوي او سناتور محمد نادر بلوڅ د نورو په استازولۍ د افغانستان د حکومت د پروګرامونو په ځانګړي ډول انکشافي پروګرامونو او سولې یادونه وکړه او هغه خنډونه یې له ولسمشر سره شریک کړل چې په وروستیو څو کلونو کې بلوڅ قوم ورسره مخامخ دی.

هغوی یادونه وکړه چې بلوڅ قوم د تاریخ په اوږدو کې د نظامونو او حکومت ملاتړی و او له ولسمشر یې وغوښتل چې د بلوڅانو ستونزو ته توجه وکړي.

بلوڅي ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول، د افغانستان د حکومت په مختلفو کچو کې د دې قوم د کادرونو حضور او د بلوڅانو ژبې او فرهنګ ته پاملرنه د غونډې د ګډونوالو مهمې غوښتنې وې چې د ولسمشر په حضور کې یې مطرح کړې.

جمهور رئیس د بلوڅ قوم مشرانو او متنفذینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د بلوڅ قوم ملاتړ به کېږي او حکومت به لا زیاته هڅه وکړي چې د هغوی د فرهنګ ستونزې حل شي او حکومت به یې غوښتنو ته پاملرنه کوي.

هغه زیاته کړه، د هېواد د نورو ژبو په څېر بلوڅي ژبه زموږ یوه تاریخي او برجسته ژبه ده او پر هغې به پانګونه کېږي.

ده ژمنه وکړه چې د افغانستان حکومت به تر راتلونکو څو ورځو د بلوڅي ژبې اکاډمۍ د ایجاد حکم صادر کړي چې د بلوڅ قوم د مشرانو غوښتنه ده او د جمهور رئیس د ویاند په دفتر کې به یوه خبري برخه په بلوڅي ژبه جوړه شي.

نوموړي زیاته کړه، بلوڅي ځوانانو ته به د یوې شفافې پروسې له لارې په مختلفو برخو کې د هغوی د وړتیاوو مطابق کاري زمینې برابري شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.