Language

د سولې تر تړون وروسته امریکا په لومړي قدم کې ۶ زره سرتیري اوباسی

کابل (پژواک، ۱١ زمری ۹۸) : امریکایي سرچینې وایي، چې طالبانو سره تر تړون وروسته به امریکا له افغانستان څخه شپږ زره سرتیري اوباسي.

واشنګټن پوسټ ورځپانې د ځینو امریکايي سر چینو له قوله لیکلي، ټاکل شوې چې ډیر ژر دامریکا او طالبانو ترمنځ تړون او هوکړه لیک لاسلیک شي.

سرچینې زیاته کړې، په دغې هوکړې کې دځواکونو ویستل، بین الافغاني مذاکرات،  اوربند او له القاعده شبکې سره د اړیکو پرېکول شامل دي.

 بل لور ته په پام کې ده چې اسلام اباد کې د افغان سولې لپاره دامریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد له لېدنې وروسته د طالبانو او امریکا تر منځ اتم پړاو خبرې سبا پیل شي.

خلیلزاد نن په ټویټر کې لیکلی، چې په اسلام اباد کې تر دوه ورځنیو خبرو اترو وروسته دوحې ته روان شوی دی.

د امریکا او طالبانو تر منځ د لومړنۍ هوکړې له مخې تمه ده له افغانستان شاوخوا شپږ زره امریکايي سرتیري وایستل شي. په دې سره به د امریکا شاوخوا نهه زره سرتېري افغانستان کې پاتې شي. اوس په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر شاوخوا څوارلس زره ښودل شوی دی.

د دې شمېر سرتېرو د ویستلو په بدل کې له طالبانو غوښتل کېږي چې د یوه پراخ سیاسي جوړ جاړي لپاره له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي، اوربند وکړي او له القاعده ډلې سره خپلې اړېکې پرې کړي.

login or register a new account.