کابل (پژواک، ۱١ زمری ۹۸) : د ناټو سرمنشي وایي، چې دوی د بین الافغاني مذاکراتو کلک ملاتړ کوي او افغان حکومت باید او حتما د سولې د هڅو برخه وي.
د ناټو سرمشني جینز سټولټنبرګ دغه څرګندونې د زمري په ۱۲مه، د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د یوې خبرې کنفرانس پر مهال وکړې.
هغه زیاته کړه، چې ناټو د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې دروانو خبرو کلک ملاتړ کوي او ناټو په دې موضوع کې له امریکا سره له نږدې همغږي لري.
نوموړي وویل، چې دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خپل ماموریت پر مهال څو ځلې د ناټو مقر ته سفر کړی او له دوی سره یې له نږدې مشورې کړې دي .
د هغه په وینا، څو ورځې مخکې یې هم ورسره ټیلیفوني خبرې کړي او له وروستیو پرمختګونو څخه یې خبر کړی دی.
د ناټو سرمنشي زیاتوي، خلیلزاد څو وارې ویلي، څو پورې چې پر ټولو موضوعاتو موافقه نه وي شوی، پر یو ه هم نه کیږي، او اوس د سولې تړون ته ډیر نږدې شوی دی.
سټولټنبرګ هیله څرګنده کړه، چې ډیر ژر د سولې تړون اعلان شی.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې ناټو او امریکا په ګډه افغانستان ته تللي او په ګډه به ترې راوځي، ناټو اوس په افغانستان کې ۱۶ زره سرتیري لري، چې دافغان ځواکونو دروزنې ماموریت پر مخ وړي.
د ناټو سرمنشي وایي، چې دوی د بین الافغاني مذاکراتو کلک ملاتړ کوي، ځکه چې افغان حکومت باید او حتما د سولې د هڅو برخه وي.
نوموړي په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې د تیرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې به ساتل کیږي، دا هیواد به یو ځل بیا د ترهګرو پر ځالې نه بدلیږي .
login or register a new account.