Language

د مشرانو جرګې يو پلاوى ايران ته ولاړ

کابل (پژواک، ١٢ زمرى ٩٨) : د افغانستان د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ  يو لوړ پوړى پلاوى په رسمي سفر ايران ته روان شوى دى.

د مشرانو جرګې له خوا د زمري په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، پلاوى به په دې سفر کې  د ايران  ولسمشر ډاکټر حسن روحاني، ددې هېواد د مذهبي مشر آيت الله علي خامنه اي، د ايران د اسلامي شورا د مجلس  له رييس علي لاريجاني، د سترې محکمې د قاضي القضات او بهرنيو چارو د وزير په ګډون ددې هېواد له يوشمېر نورو لوړپوړو دولتي چارواکو سره  وګوري.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ليدنو کې به د پارلماني اړیکو د پیاوړتیا، د افغانستان د سولې په پروسه کې د ګاونډیو هېوادونو د رول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر ډېرېدو او پانګونې، د افغان کډوالو پر ستونزو، د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر غښتلتيا، د سيمې او نړۍ پر وروستيو بدلونونو او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه  ملاقاتونه او بحثونه ولري.

login or register a new account.