Language

يوناما : تېره مياشت ١٥٠٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

کابل (پژواک، ١٢ زمرى ٩٨) : ملګرو  ملتونو د افغانستان په جګړه کې له ښکېلو خواوو غوښتي   چې د نړیوال قانون په رڼا کې د ملکي وګړو په ساتنه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي، ځکه چې تېره مياشت ١٥٠٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر يوناما له خوا د زمري په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملګرو ملتونو لومړنۍ موندنې ښیې چې د تېر جولاى مياشتې پر مهال په افغانستان کې له ۱۵۰۰ څخه زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، دا کچه د روان زېږديزکال د هرې میاشتې په پرتله لوړه شمېره ده او همدارنګه د ۲۰۱۷ کال د مې له  میاشتې راهیسې په یوه میاشت کې تر ټولو لوړه ثبت شوې شمېره ده.

يوناما ويلي، په جولاى میاشت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د کچې د لوړېدو عمده لامل  دولت ضد عناصر  دي .

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، یاماموتوپه دې اړه ويلي : " څرنګه چې په ورستیو اوونیو کې د سولې کوښښونو شدت موندلى همدارنګه، تاوتريخوالي هم زور اخيستى دی، زه پر ټولو ښکیلو اړخونو غږ کوم چې تاوتریخوالي ته په دې فکر چې د سولې په خبرو اترو کې به ورته غښتلى موقف ورکړي، شدت نه ورکوي. "

يوناما ويلي،  تاوتریخوالي ته شدت ورکول یوه پایله لري: د ملکیانو ډېر شمېر وژل کېدل. اوس د حوصله مندۍ او د عادي افغان ملکي وګړو ژوند ته د درناوي وخت دى.

سرچينې زياته کړې، په جولاى میاشت کې په ښاري سیمو کې د طالبانو له لوري پر افغان نظامي   اهدافو د تبعض نه پرته او په ناانډوله توګه د حملو زیاتوالی ثبت کړی دی. دغو حملو ملکي وګړو ته لوړه مرګ ژوبله اړولې ده.

يوناما ويلي، د جولاى په لومړۍ، طالبانو د افغان قواوو په لوجستیکي مرکز د بريد مسووليت پر غاړه واخیسته چې د ۷ تنو ملکي وګړو د وژل کېدو او د ۱۴۴ تنو نورو ملکي کسانو د ټپي کېدو لامل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، همدارنګه طالبانو د جولای په ۱۸ مه د کندهار د پولیسو پر تاسیساتو د بريد مسوولیت ومانه چې په ترڅ کې ۷ ملکي کسان ووژل شول او ۷۲ نور ټپیان شول. په غزني کې  د جولاى په ۷مه طالبانو د ملي امنیت پر تاسیساتو برید وکړ چې په پایله کې یې ۱۷۴ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته چې اکثریت یې ټپیان او له ۸۰ تنو نه زیات قربانیان یې ماشومان وو. یوناما د دولت ضد عناصرو له خوا د بريدونو او ځاى پرځاى شوو چاودېدونکو توکو د کارولو له امله ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې پر اوښتو ډېره خواشيني ښودلې.

يوناما زياته کړې، د دولت ضد عناصرو له لوري د جولاى په میاشت کې د ځاى پرځاى شوو چاودېدونکو توکو کارول ملکي وګړو ته له  ۵۰ سلنې زیاته مرګ ژوبله اړولې ده .

ملګري ملتونه یو شمېر زیاتو هغو پېښو، په ځانګړې توګه د دولت ضد عناصرو له لوري د ملکي کسانو  عمدي هدف ګرځولو، خواشیني کړي دي. داعش/خراسان اسلامي دولت څانګه ) ISKP ( د جولای په ۲۵ مه د معدن او پټرولیم وزارت پر بس موتر باندې د بريد او همدارنګه هغوی ته د لومړنیو مرستو رسولو پر پرسونل د بريد مسولیت ومانه چې په ترڅ کې د شپږو ښځو او یو ۳ کلن ماشوم په ګډون ۷ ملکي کسان ووژل شول او ۳۲ نور ټپیان شول.

login or register a new account.