Language

ولسمشر غني د ناټو له سفيرانو سره پر سولې او ټاکنو خبرې وکړې

کابل (پژواک، ١٣ زمرى ٩٨): ولسمشر اشرف غني په کابل کې د ناټو سازمان اړوندو هېوادونو له سفيرانو سره د سولې او د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو په اړه خبرې کړې دي.

له ارګه د زمري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ليدنه پرون ماښام په ارګ کې وشوه.

سرچينې زياته کړې چې په دې کتنه کې ولسمشر غني د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کولو لپاره د حکومت د چمتووالي او د سولې په پروسه کې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

هغه د ناټو سفیرانو ته د سولې په پروسه کې د وروستیو پرمختګونو او په دې برخه کې د امریکا له متحدو ایالتونو سره د شوو بحثونو په اړه معلومات ورکړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دې کتنې په پای کې د ناټو غړو هېوادونو سفیرانو د افغانستان د سولې له پروسې خپل ملاتړ په ډاګه کړ.

login or register a new account.