ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي په فراه او لغمان کې ۱۶ وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي

7 Aug 2019 - 17:03
7 Aug 2019 - 17:03

جلال اباد/ فراه (پژواک، ۱۶ زمری ۹۸): چارواکي وايي چې په لغمان او فراه ولايتونو کې د عملياتو پر مهال ١٦ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په جلا عملياتو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

چارواکي وايي، د يادو عملياتو پر مهال يو شمېر کلي هم له وسله والو پاک شوي او دوه کسان له وسله والو سره د اړيکو په تور هم نيول شوي دي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن محمد هارون يوسفزي د زمري په ۱۶مه پژواک اژانس ته وويل، د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د لومړۍ څپې عملياتو پر مهال شپږو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی وايي، دغه عمليات د لغمان د مرکز مهترلام شمال ختيځ لور ته پرتې سيمې او د الينګار ولسوالۍ د امنيت په موخه پيل شوي چې پرون په کې د عملياتو پر مهال دوه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور نور ټپيان دي.

هغه زياتوي، په عملياتو کې يو شمېر کلي هم له وسله والو پاک شوي او دغه راز يو کس له وسله والو سره د اړيکو په تور نيول شوی دی.

د يو بل خبر له مخې، د صفر دوه قطعې په نوم د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د لغمان د الينګار ولسوالۍ په نورلام دره کې د وسله والو پر پټنځايونو ځانګړي عمليات کړي دي.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي پژواک ته وويل، د عملياتو پر مهال د وسله والو يو مرکز له منځه وړل شوی، درې وسله وال وژل شوي او يو بل له هغوی سره د اړيکو په تور نيول شوی دی.

خو د سيمې اوسېدونکي وايي چې د صفر دوه قطعې د دغو عملياتو پر مهال وژل شوي او وړل شوی کس ملکيان دي.

د سیمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل، وژل شوو کسانو په وسله والو فعاليتونو کې لاس نه درلود خو د کورنۍ ځيني مشران يې طالبان دي او وړل شوی کس د سيمې يو دوکاندار دی.

خو پژواک ته د صفر دوه قطعې له لوري په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې عمليات د بشپړو معلوماتو پر بنسټ شوي او وژل شوي وسله وال طالبان دي.

وسله والو طالبانو د چارواکو د دغو ادعاوو په غبرګون څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version