کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٨) : په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو د نيوز ويک هغه راپور رد کړ چې ګوندې دوى ته د طالبانو پر وړاندې دعملياتو د کمولو يا بندولو امر شوى دى.
امريکايي رسنۍ نيوز ويک د زمري په ٢٢مه، د سرچينو په حواله خبر ورکړى چې د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون په افغانستان کې خپلو مېشتو امریکايي سرتېرو ته امر کړی چې د طالبانو پر وړاندې خپل ټول پوځي عملیات محدود او یا بېخي ودروي.
دا راپور په داسې حال کې ورکړل شوى چې په قطر کې د امريکا او طالبانو اتم پړاو خبرې اترې پاى ته رسېدلې او دواړه لورو خپلو مشرانو سره د مشورو خبره کړې ده.
په کابل کې د امريکايي ځواکونو وياند سوني ليګيټ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نيوز ويک راپور ناسم او له ځانه جوړ شوى دى.
هغه زياته کړې، دا راپور د داسې سرچينو په حواله جوړ شوى چې له افغانستانه ډېر لرې او له موضوع څخه سم خبر نه دي.
د امريکايي ځواکونو وياند وايي : (( زموږ په عملياتو او واکونو کې د بدلون خبرې هېڅ حقيقت نه لري، نه موږ ته کوم داسې امر شوى او نه هم بدلونونه رامنځته شوې دي. ))
login or register a new account.