ښرنه (پژواک، ٧ وږى ٩٨): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې داسې مهال لسګونه نجونې د عالي قابلګۍ له زده کړو فارغې شوې چې په دغه ولايت کې يواځې يوه ښځينه ډاکتره ده او اوسېدونکي يې خپل ناروغان د درملنې لپاره نورو ولايتونو ته بيايي.
د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د پکتيکا د عالي قابلګۍ څانګې مشرې رولا وردګ وويل چې له دوو کلونو زده کړو وروسته نن ٢٨ نجونې د قابلګۍ له عالي انسټيټوټه فارغې شوې.
هغې وويل: ((موږ دلته د ښځينه ډاکټرانو په برخه ډېرې ستونزې لرو، خو دغه قابله ګانې به په خپله برخه کې تر ډېره دغه ستونزه هواره کړي.))
دغه راز يوې نوې فارغې شوې قابلې شريفې ځډراڼ وويل، دوى به کوښښ کوي چې له ناروغو ښځو سره اړينې مرستې وکړي.
هغې زياته کړه: ((قابلګي يو دروند مسلک دى، موږ له خپلو مسوولينو غوښتنه کوو چې موږ ته د نورو زده کړو زمينه هم برابره کړي.))
د غونډې په پاى کې د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني وويل چې دغه قابلې دې په خپلو سيمو کې په سمه توګه د ښځو درملنه وکړي.
والي هيله وښوده چې هر څه ژر به په دغه ولايت کې هم د ښځينه ډاکټرانو د نه شتون ستونزه هواره شي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، د قابلو پر ياد پروګرام ٢٥ ميليونه افغانۍ لګښت شوى چې د يونيسف ادارې له لوري ورکړل شوى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP