Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ښرنه (پژواک، ٩ وږى ٩٨): د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال د جوړېدو چارې پیل شوې.

په دې اړه په پکتيکا کې د پرمختیايي مرستو ادارې ولایتي مسوول محمد حلیم د وږي په نهمه رسنيو ته وويل چې یاده پروژه له طبيعي پېښو سره د مبارزې او کرنې ریاست له لوري ورته پیشنهاد شوې وه.

د هغه په وينا، دغه کانال د مرکز ښرنې په کشيوالو کلي کې جوړېږي چې ۹۵۰ متره اوږدوالی لري او چارې به یې په څلور میاشتې کې پای ته ورسېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، پر دغې پروژې چې د خوړو نړیوال سازمان له لوري ورکول کېږي، ١٤ ميليونه افغانۍ لګول کېږي.

د کشیوالو کلي د پراختیايي شورا مشر نیازالله مشفق پژواک ته وويل چې له سېلابونو سخت په تنګ شوي او ډېرى وخت د دوى ځمکې او کورونه ويجاړوي.

د هغه په خبره، يوه مياشت وړاندې هم د کشيوالو کلي لسګونه جريبه ځمکه سېلابونو ويجاړه کړې وه چې له امله يې خلک سخت زيانمن شوي وو.

ده هيله وښوده چې د دغه کانال په جوړېدو سره به تر ډېره د دوى ياده ستونزه هواره شي.

د ياد کلي يوه اوسېدونکي ملنګ پژواک ته وويل: ((زموږ هيله دا ده چې دغه کانال په اساسي ډول جوړ شي؛ ځکه موږ سېلابونو په تنګ کړي يو.))

د يادونې ده، له دې مخکې هم په  پکتيکا د پرمختیايي مرستو ادارې له لوري يو شمېر پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.