مزارشريف ( پژواک، ۱۰وږی ۹۸) : د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنه کې ۸ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د چمتال ولسوالۍ قومي حاجي حضرت ګل د وږي په ۱۰مه، پژواک ته وويل چې دغه سراچه موټر تېره ورځ مازيګر مهال له امام صاحب کلي څخه مزارشريف ښار ته پر لار و چې د سړک غاړې ماين پرې چاودېدلی دی.
نوموړي زياته کړه، په دغه چاودنه کې د موټر ټوله سورلۍ چې ۸ کسان وو وژل شوي دي.
د هغه په خبره، په وژل شويو کې يو ماشوم، يوه پېغله نجلۍ او شپږ نارينه شامل دي.
د ياد قومي مشر په خبره، په موټر کې ټول سپاره کسان ملکي وو او له کلي څخه مزارښار ته د تګ نيت يې درلود.
په چمتال ولسوالۍ کې يوه امنيتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې ياده چاودنه د هغه ماين له امله شوې چې طالبان په سړک کې د امنيتي ځواکونو کاروان ته ځای پر ځای کړی و.
هغه زياتوي،دمګړۍ هم په چمتال ولسوالۍ کې په ډېری د تګ راتګ لارو کې د طالبانو له خوا ماينونه ځاى پرځاى شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل پژواک سره خبرو کې يواځې د ماين چاودنه تاييد کړه؛ خو د نورو جزيياتو له ورکولو څخه يې ډډه وکړه.
د يادونې ده چې تېره اوونۍ هم د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP