جلال اباد (پژواک، ١٧ وږی ۹۸): په لغمان کې د یوه قوماندان په مشرۍ د وسله والو طالبانو ۱۲ کسيزې ډلې له دولت ضد فعاليتونو نه لاس واخيسته او د سولې له روانې پروسې سره يوځای شوه.
د لغمان ولايت د رسنيو له دفتر څخه د وږي په ۱۸مه پژواک ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چي يادو وسله والو خپلې وسلې هم دولت ته تسليم کړې دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د لغمان والي محمد اصف ننګ د وسله والو طالبانو له ۱۲ کسيزې ډلې څخه مننه وکړه چې د جنګ لاره يې پرېښوده او د سولې له روانې پروسې سره يوځای شول.
ننګ زياته کړه، ولايتي اداره به يادې ۱۲ کسيزې ډلې ته د عزتمند ژوند برابرولو ترڅنګ د استوګنې يوه نومره او په دولتي، خصوصي او ګڼو نورو برخو کې د کار زمينه هم مساعده کړي.
نوموړي له جګړې څخه لاس په سر شویو کسانو ته ډاډ ورکړ چې په پوره ډاډ سره دې خپل ژوند تېروي او دوی به له هر ډول مسایلو څخه خوندي وي.
په ورته مهال د يادې ۱۲ کسيزه وسله والې ډلې مشر ابو حمزه وويل، دوی د الينګار په ولسوالۍ کې تخريبي فعاليتونه ترسره کول.
نوموړي په خپلو تېرو ترسره کړو تخريبي فعاليتونو پښېماني وښوده او زياته يې کړه نور نه غواړي چې ورور وژنه ترسره کړي.
هغه له ولايتي ادارې څخه غوښتنه وکړه چې په راتلوونکي کې ورته د ښه ژوند د برابرولو په برخه کې له دوی سره همکاري او مرسته ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن