ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرومایټ ډبرو د استخراج په برخه کې ۲۰ میلیونه ډالر پانګونه کېږي

د کرومایټ ډبرو د استخراج په برخه کې ۲۰ میلیونه ډالر پانګونه کېږي

author avatar
14 Sep 2019 - 16:41
د کرومایټ ډبرو د استخراج په برخه کې ۲۰ میلیونه ډالر پانګونه کېږي
author avatar
14 Sep 2019 - 16:41

 

کابل (پژواک، ٢٣ وږی ٩٨): د کانونو او پټرولیم وزارت د کرومایت ډبرو د استخراج د پنځو تړونونو د تعدیل هوکړه لیکونه چې له مخې یې ۲۰ میلیون ډالر پانګونه کېږي، نن د تطبیق کوونکو شرکتونو له استازو سره لاسلیک کړل.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د کرومایټ ډبرو دغه پنځه کانونه د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ، د لوګر د مرکز اړوند په کنجک او بابوس سیمو، د پروان په کوه صافي ولسوالۍ او د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې موقعیت لري.

د سرچینې په خبره، د کرومایټ ډبرو پنځه تړونونه چې د تعدیل هوکړه لیکونه یې نن لاسلیک شول، په تېرو شپږو میاشتو کې د کانونو او پټرولیم وزارت کې د بین الوزارتي کمېټې له خوا اروزل شوي او پایله یې د تدارکاتو ملي کمېسیون ته وړاندې شوې وه.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاندې نرګس نهان نن د یادو هوکړه لیکونو د لاسلیک پر مهال وویل، موظف کمېسیون د تړونونو تر بیاکتنې وروسته پرېکړه کړې چې دغه پنځه تړونونه دې د تدارکاتو د ملي کمېسیون د پرېکړې پر اساس تعدیل شي.

هغې د یادو تړونونو د تعدیل عمده لامل د رویالیټي د سلنې لوړوالی او په داخل کې د کرومایټ ډبرو د پروسس لپاره د پانګونې مشروط والی وبلل.

هغې وویل، د کرومایټ ډبرو تړونونه د کانونو د نوي قانون په رڼا کې څېړل شوي او د رویالیټۍ (د امیتاز حق) سلنه یې له ۳۰ څخه ۷.۵ ته راټيټه شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې زیاته کړه، قرارداد کوونکي شرکتونو (هېواد برادر، عبدالرحمن بابا، آستانه بابا، هاشمی مایننگ او میتان مایننگ) ژمنه کړې چې خپله هم د کرومایټ د پروسس په برخه کې پانګونه کوي.

د ده په خبره، د کرومایټ ډبرو د استخراج د تړونونو د تعدیل هوکړه لیک له مخې، تړون کوونکي شرکتونه مکلف دي چې د تړون تر لاسلیک یوه میاشت وروسته کانونو او پټرولیم وزارت ته خپل کاري پلانونه وړاندې کړي.

د یاد وزارت مسوولین وايي چې هر یو شرکت د کرومایټ ډبرو د استخراج په برخه کې شاوخوا څلور میلیونه ډالر پانګونه کوي په د کرومایت په دغو پنځو کانونو ته چې په کابل، لوګر، پروان او میدان وردګو ولایتونو کې موقعیت لري د پانګونې کچه ۲۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.

د هاشمي مایننګ شرکت رییس ذبېح الله یادګار پژواک ته وویل: ((موږ هڅه کوو دغه تړونونه د وزارت له غوښتنې سره سم په بشپړ روڼوالي ترسره کړو.))

هغه د امنیت نشتون، د ځمکې د کرایې لوړوالی او د زورواکو لخوا په زرو د پیسو اخیستل په افغانستان کې د پانګونې پر وړاندې عمده ستونزې وبللې او له حکومته یې وغوښتل چې د یادو ستونزو د حل په برخه کې لازم اقدام وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.