Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کونړ کې د درې پروژو کارپيل شو

اسعد اباد (پژواک، ٣ تله ٩٨) : دکونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت  له لوري د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو پروژو کارونه پیل شول.

د کونړ د کرنې اومالدارۍ ريیس انعام الله ساپي د تلې په ٣مه، ددې پروژو د کارونو د پيل پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په شیګل او سرکاڼو ولسوالیو کې ۲۵۰ کورنیوته د ۱۸،۸ میلیونه افغانیو په لګښت   چرګان او  اړوند نور تو کي ورکړل شول.

هغه زياته کړه، چې دې پروژې سره به د سلګونو کورنيو اقتصادي حالت ښه شي.

نوموړى وايي، دغه راز په شیګل ولسوالۍ کې د شیدو پروسس او راټولو یومرکز د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي او د کورنیو باغچو لپاره  ۱۰۵ کورنیو ته د یو اعشاریه درې میلیونه افغانیو په لګښت اته قلمه توکي ورکړل شول.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وويل، په دې ولايت کې یې د بې وزله او اړمنو کورنیو داقصادي ژوند دښه کیدولپاره دکاري فرصتونو موکې برابرې کړې دي.

د شیګل ولسوالۍ یوتن اوسېدونکي حبیب الله پژواک ته وويل چې دې پروژو سره به دسيمې د اقتصاد پر ښه کېدو مثبته اغېزه وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.