ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کمپاينونو پر مهال د مزارشريف ښار تړل کېدو سوداګر او هټۍ وال زيانمن کړي

د کمپاينونو پر مهال د مزارشريف ښار تړل کېدو سوداګر او هټۍ وال زيانمن کړي

author avatar
25 Sep 2019 - 16:58
د کمپاينونو پر مهال د مزارشريف ښار تړل کېدو سوداګر او هټۍ وال زيانمن کړي
author avatar
25 Sep 2019 - 16:58

مزارشريف (پژواک، ۳ تله ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر سوداګر، هټۍ وال او کسبه کاران وايي چې د کمپاينونو پر مهال د ښار له بندېدو سره يې کاروبار ته زيان اوښتی دی.

دوی وايي، د دې پر ځای چې کانديدان د خلکو زړونه لاسته راوړي، بر عکس د عامو خلکو د ځورېدو سبب ګرځېدلي دي.

د بلخ د سوداګرۍ خونه هم وايي چې د تلې په ۲مه او ۳مه د دولت ساز او ثبات او همپالنې ټيمونو کمپايني غونډو له امله د ښار بندېدو مالي زيانونه اړولي دي.

نن د تلې ۳مه د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاينونو وروستۍ ورځ ده، سره له دې چې په تېرو دوو مياشتو کې نوماندانو له خلکو سره خپلې طرحې شريکې کړې دي خو تر څنګ يې په لويو ښارونو کې د لويو لارو او واټونو په تړل کېدو سره عام خلک له ستونزو سره هم مخ شوي دي.

مزارشريف ښار يو له هغو ښارونو دی چې په وروستۍ اوونۍ کې يې کله هم ټول ښار او کله يې هم د ښار مهمې برخې د کمپاينونو له امله تړل شوې وې.

محمد رياض د مزارښار دويمې ناحيې اړوند د شاديانو په دروازه کې د جوس او برګر پلورلو دوکان لري.

نوموړی وايي چې په تېره اوونۍ کې يې درې ورځې کاروبار په ټپه ولاړ و.

هغه په هماغه سړک دوکان لري چې د مزار ښار سينا سټېډيوم ته ورغلی، چرې چې د ولسمشرۍ نوماندانو خپلې کمپايني غونډې جوړوي.

د رياض په خبره، خپله لس کسيزه کورنۍ د همدې دوکان له لارې په ترلاسه شوو پيسو چلوي او زياتوي چې کله يې يوه ورځ هم دوکان بندېږي نو اقتصادي مشکلات يې زياتېږي.

نوموړي زياته کړه، حکومت بايد يواځې د هماغو ځايونو امنيت ټينګ کړي چې نږدې یې غونډې جوړېږي.

فريد احمد بيا په مزارشريف کې ټکسي چلوي؛ هغه پژواک ته وويل چې په تېرو دوو ورځو کې يې د لاربندۍ له امله هېڅ مزدوري نه ده کړې.

نوموړي زياته کړه چې د ميزان په ۲مه او ۳مه، د مزار ښار نږدې ټول لوی سړکونه بند وو او د موټر په تګ راتګ بنديز لګول شوی و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.