منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۱ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کمپاينونو پر مهال د مزارشريف ښار تړل کېدو سوداګر او هټۍ وال زيانمن کړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۲ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۳ تله ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر سوداګر، هټۍ وال او کسبه کاران وايي چې د کمپاينونو پر مهال د ښار له بندېدو سره يې کاروبار ته زيان اوښتی دی.

دوی وايي، د دې پر ځای چې کانديدان د خلکو زړونه لاسته راوړي، بر عکس د عامو خلکو د ځورېدو سبب ګرځېدلي دي.

د بلخ د سوداګرۍ خونه هم وايي چې د تلې په ۲مه او ۳مه د دولت ساز او ثبات او همپالنې ټيمونو کمپايني غونډو له امله د ښار بندېدو مالي زيانونه اړولي دي.

نن د تلې ۳مه د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاينونو وروستۍ ورځ ده، سره له دې چې په تېرو دوو مياشتو کې نوماندانو له خلکو سره خپلې طرحې شريکې کړې دي خو تر څنګ يې په لويو ښارونو کې د لويو لارو او واټونو په تړل کېدو سره عام خلک له ستونزو سره هم مخ شوي دي.

مزارشريف ښار يو له هغو ښارونو دی چې په وروستۍ اوونۍ کې يې کله هم ټول ښار او کله يې هم د ښار مهمې برخې د کمپاينونو له امله تړل شوې وې.

محمد رياض د مزارښار دويمې ناحيې اړوند د شاديانو په دروازه کې د جوس او برګر پلورلو دوکان لري.

نوموړی وايي چې په تېره اوونۍ کې يې درې ورځې کاروبار په ټپه ولاړ و.

هغه په هماغه سړک دوکان لري چې د مزار ښار سينا سټېډيوم ته ورغلی، چرې چې د ولسمشرۍ نوماندانو خپلې کمپايني غونډې جوړوي.

د رياض په خبره، خپله لس کسيزه کورنۍ د همدې دوکان له لارې په ترلاسه شوو پيسو چلوي او زياتوي چې کله يې يوه ورځ هم دوکان بندېږي نو اقتصادي مشکلات يې زياتېږي.

نوموړي زياته کړه، حکومت بايد يواځې د هماغو ځايونو امنيت ټينګ کړي چې نږدې یې غونډې جوړېږي.

فريد احمد بيا په مزارشريف کې ټکسي چلوي؛ هغه پژواک ته وويل چې په تېرو دوو ورځو کې يې د لاربندۍ له امله هېڅ مزدوري نه ده کړې.

نوموړي زياته کړه چې د ميزان په ۲مه او ۳مه، د مزار ښار نږدې ټول لوی سړکونه بند وو او د موټر په تګ راتګ بنديز لګول شوی و.

هغه وويل: ((دا اوس کانديدانو له خلکو رايه غوښتله که يې زيان ور اړاوه؟ دوه ورځې کېږي چې ما کار نه دی کړی، سړکونه بند دي، په دې ډول خو فکر نکوم که څوک دوی ته رايه ورکړي.))

نوموړي له مسوولينو غوښتنه وکړه چې نور د لار بنديو دغه دود له منځه يوسي.

د مزارشريف ښار يوه سوداګر حاجي رحيم الله پژواک ته وويل چې ورته حالات پر سوداګريزو چارو منفي اغېز کوي.

د هغه په وينا، د هټۍ والو، سوداګرو او مشتريانو ترمنځ ځنځيروي رابطه موجوده وي او کله چې يوه يا دوه ورځې وقفه په کې راشي نو سوداګري او پېر او پلور خپل رنګ له لاسه ورکوي.

هغه وويل چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې به د ښار مهم ځايونه د کمپاينونو له امله بندېدل خو زياتوي چې تېرو دوو ورځو کې نږدې ټول ښار بند دی.

نوموړی زياتوي چې له ‎يوې خوا نا امنۍ سوداګر او عام خلک له ستونزو سره مخ کړي او له بل پلو د ښارونو بندولو يې کاروبار ته زيان رسولی دی.

د بلخ د سوداګرۍ خونه هم په مزارشريف ښار کې د تېرو دوو ورځو لاربندي د زيانونو زېږدنده بولي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې اجرايه مدير نصيراحمد قاسمي پژواک ته وويل چې د تلې په ۲مه د دولت ساز ټېم کمپايني غونډې له امله او د تلې په ۳مه د ثبات او همپالنې ټېم کمپايني غونډې له امله مزار ښار تړلی و.

نوموړي وويل چې له همدې امله د ښار دوکانونه تړلي وو، د موټرو تګ راتګ  نه وو او کسبه کاران بېکاره پاتې شوي دي.

هغه زياته کړه چې حکومت بار بار له خصوصي سکتور سره د همکارۍ ژمنې کړي خو په خبره يې چې بېرته بيا په دغو ژمو عمل نه دی شوی.

هغه غوښتنه وکړه چې هر ډول لويې غونډې بايد د ښار له مرکزه لرې په يوه سيمه کې ونيول شي چې هم يې امنيتي تدابير په ښه ډول ونيول شي او هم په ښار کې د کاروبار بندېدو سبب ونه ګرځي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه