کابل (پژواک، ٣ تله ٩٨) : وسله والو طالبانو د روغتيا نړيوال سازمان ته په ټول افغانستان کې تر خپل واک لاندې سيمو کې د فعاليتونو اجازه ورکړه.
د طالبانو له خوا د تلې په ٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى په نړیواله کچه بشري خدمتونو او د بشري ستونزو په تړاو مسايلوته ژمن دي او د بشري خدمتونو، د ستونزو د مخنیوي په اړه یې هروخت ګړندي ګامونه پورته کړي دي .
په خبرپاڼه کې راغلي، طالبان هر قسم بشري خدمتونو په اړه ځانګړي تشکیلات، قوانین، لوايح او مقررات لري د هغوی په رڼا کې نه يوازې په خپله لاس په کار دي؛ بلکې ټولو نړیوالو بشري سازمانونو او نا دولتي مؤسساتو ته یې د بشري خدمتونو لپاره زمینه برابره کړې ده.
طالبانو ويلي، تر خپل واک لاندې سیمو کې د ټاکلو تعهداتو په حدودو کې د يادو مؤسساتو هر اړخیز امنیتي تضمین کړی او په راتلونکي کې هم ورته ژمن دی؛ خو له بده مرغه دروان [۲۰۱۹]کال د اپریل په میاشت کې د دوى له لوري د روغتيا نړيوال سازمان د مؤسسې خصوصا د ګوزڼ د واکسین د پروسې د څانګې د یو ډول خود سره او مشکوکو فعالیتونو له امله يې پر فعاليتونو بندېز ولګول شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له نېکه مرغه ياد سازمان له پرله پسې اړيکو او د طالبانو له ټاکل شوي پلاوي سره تر مکررو بحثونو وروسته د لاندې ذکر شوي تعهداتو په ژمنتیا يې د فعاليت اجازه بيا ترلاسه کړه.
خو طالبانو ويلي چې د روغتيا نړیوال سازمان په دې مکلف دی چې د خپل ټول هغه پرسونل په اړه چې د دوى تر کنترول لاندې سيمو کې په کار ګوماري دوى ته بشپړ تضمین ورکړي چې خپلې ټولې هڅې په بشري خدمتونو د ناروغانو په علاج او د ناروغیو د لاملونو په مخنیوي کې په کار اچوي هغوی نه شي کولی نور مشکوک فعالیتونه ترسره کړي.
دغه راز دوى زياته کړې، دغه سازمان په دې مکلف دی چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د خپلو ټولو کارمندانو په استخدام کې د طالبانو د روغتيا کمېسيون رسمي موافقه تر لاسه کړي پرته له دوه اړخیزې موافقې نه شي کولی څوک استخدام کړي.
طالبانو ويلي، د روغتيا نړيوال سازمان د ګوزڼ د واکسين پروسه کور په کور يا جومات پر جومات يواځې په کلينيکونو کې ترسره کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP