ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزارشريف کې د سيمه ييزو خوړو نندارتون جوړ شو

په مزارشريف کې د سيمه ييزو خوړو نندارتون جوړ شو

author avatar
21 Oct 2019 - 16:41
په مزارشريف کې د سيمه ييزو خوړو نندارتون جوړ شو
author avatar
21 Oct 2019 - 16:41

مزارشريف (پژواک، ۲۹ تله ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مېرمنو د لاسي صنايعو او سيمه ييزو خوړو نندارتون جوړ شو.

ياد نندارتون د تلې په ۲۹مه په (مېرمن هاوس) رستورانت کې جوړ شو چې يو شمېر په لاس ګنډل شوي توکي، نقاشي او سيمه ييز خواړه پi کې نندارې ته وړاندې شول.

د مېرمن هاوس مسوولې زهرا سادات پژواک ته وويل چې دغه ځای يې په همدغه نيت جوړ کړی، څو د مېرمنو په لاس توليد شوي صنايع او همدا راز ګټو سيمه ييز خواړه پکې خلکو ته معرفي کړي.

د هغې په وينا، په دغه جوړ شوي نندارتون کې مېرمنې کولای شي چې د لاسي صنعت او اشپزۍ په برخه کې خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کړي.

نوموړي زياتوي چې لا هم په هېواد کې د مېرمنو د مهارتونو رابرسېره کولو لپاره زمينه نه ده برابره شوې او په خبره يې چې د ورته پروګرامونو له لارې دې برخې ته د خلکو پام اوړي.

هغې زياته کړه چې په دغه نندارتون کې تر ټولو مهم دا دي چې په لومړي ځل د بلخي مېرمنو په لاس پاخه شوي خواړه نندارې ته وړاندې شوي.

د مېرمن سادات په خبره، له دې لارې د اشپزۍ په برخه کې مهارت لرونکې مېرمنې کارونه هم موندلای شي.

د مزارشريف اوسېدونکې دينا فرحت هغه مېرمن ده چې په دغه نندارتون کې يې په خپل لاس تيار کړي خواړه نندارې ته ايښي دي.

هغې پژواک ته وويل چې د هګيو له ژېړو، وچو شيدو، بادام او پستې څخه يې يو ډول خواړه برابر کړي چې د ورزشکارانو او هغو کسانو لپاره ګټور دي چې غذايي رژيم يې نيولی وي.

هغه وايي چې په خپل کور کې څو ډوله ګټور سيمه ييز خواړه چمتو کوي چې ډېری مشتريان يې ورزشکاران دي او په وينا يې چې له دې لارې د خپل کور اقتصادي ستونزې هم حل کوي.

نوموړې وويل که څوک ورسره په مالي برخه کې مرسته وکړي، نو دا توانايي لري چې د سيمه ييزو خوړو پخولو او پلورلو کارخونه جوړه کړي او ځان سره نورې مېرمنې هم په کار وګوماري.

د مزارشريف اوسېدونکې محبوبه حسيني چې ياد نندارتون ليدو ته ورغلې، وايي چې په دغه ځای کې يې د ډول ډول خوړو او په لاس ګنډل شوو توکو ننداره وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.