کابل (پژواک، ٣ لړم ٩٨) : د ملي دفاع وزارت وايي چې له تېرو څو کلونو راهيسې د کابل ښار د بريدونو تر ټولو ستر طراح او پلانوونکى يې په لوګر ولايت کې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې وژلى دى.
د ياد وزارت لخوا د لړم په ٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، قاري برهان د حقاني ډلې يو له مهمو قوماندانانو څخه و، چې پرون د لوګر د ولايت د محمد اغې ولسوالۍ د زرغون ښار په کلي کې له يو شمېر نورو عرب او پاکستاني وسله و الو وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې نوموړي په کابل کې د خطرناکو او خونړيو بريدونو طراح او پلان جوړونکى و چې په ترڅ کې يې سلګونو بې ګناه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت ويلي چې قاري برهان د کابل د شاه شهيد، صدرات څلور لاري، عبدالحق څلور لاري ، البرز ښارګوټي او لسګونو نورو بريدونو مسووليت لاره.
په خبرپاڼه کې راغلي چې هغه په لوګر ولايت کې د طالبانو د نظامي کمېسيون مسوول، د حقاني شبکې ته ډېر باوري شخص و او له القاعدې سره يې هم اړيکې درلودلې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن