ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له داعش ډلې نیول شوو سیمو کې جوړ شوی فلم “سجده” نندارې ته وړاندې شو

له داعش ډلې نیول شوو سیمو کې جوړ شوی فلم “سجده” نندارې ته وړاندې شو

author avatar
27 Oct 2019 - 16:39
له داعش ډلې نیول شوو سیمو کې جوړ شوی فلم “سجده” نندارې ته وړاندې شو
author avatar
27 Oct 2019 - 16:39

جلال اباد (پژواک، ۵ لړم ۹۸): په ننګرهار کې د شاه فلم کمپنۍ له لوري د سجدې په نوم هنري افغاني فلم چې پر لغمان او کونړ ولايتونو سربېره د یاد ولايت د اچين ولسوالۍ په هغو سيمو کې چې تازه له داعشه پاکې شوې، ثبت شوی او له جوړېدو وروسته نندارې ته وړاندې شو.

ياد فلم په ننګرهار کې د سينما نشتوالي له امله د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د غونډو په تالار کې د لړم له ۵مې تر ۷مې نېټې پورې ښودل کېږي.

دغه فلم چې پرې اووه سوه زره افغانۍ لګښت راغلی، د درېيو کلونو په موده کې ثبت او تخنيکي چارې یې بشپړې شوې، لارښوونه او مرکزي کرکټر يې اميرشاه تلاش او د پروډيوسرۍ چارې یې غرني ايوبي او سبحان الله له لوري، د موزيک چارې یې د بريالي غمزده او انځور اخیستو چارې يې د کامل حسين او يو شمېر نورو له لوري ترسره شوې دي.

د دغه فلم جوړوونکي او مرکزي رول لوبوونکي اميرشاه تلاش پژواک اژانس ته وويل، سجده د هغو ځوانانو پر ژوند څرخې چې د پردیو د موخو لپاره کار کوي، غلا، انسان تښتونه، وژنې، ظلم او بربریت د يې د ژوند برخه وي .

نوموړي زياته کړه: ((سجده د مجازي او حقیقې مینې توپیر ښودنه کوي، کومه مینه چې انسان اصلاح کړي، هغې کې هوس او مطلب نه وي.))

هغه وايي، په دغه فلم کې له مجازي مینې څخه تر حقیقي مینې پورې سفر د یو بې لارې وحشي انسان کیسه ده چې د مینې احساس او عاطفې څخه لرې ساتل شوی وي او ټول خلک ورنه نفرت او کرکه کوي؛ خو کله چې په سم ډول د اسلامي ژوند تګلارې په اړه معلومات ترلاسه کوي، نو د خپل ژوند موخې ته بدلون ورکوي.

فلم جوړوونکي اميرشاه تلاش وويل چې په دغه فلم کې د اسلام له نظره د مور او پلار پر حقونو سربېره ټولنيز ژوند کولو په اړه عامه پوهاوی شوی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ امر امرالله اميد وايي چې فلم د يوې ټولنې د مادي او معنوي فرهنګ په پېژندنه کې رول لري خو دا برخه په هېواد کې له دې امله نيمګړې ده چې په افغاني رسنيو کې پردي فلمونه او ډرامې نندارې ته وړاندې کېږي چې زموږ له کلتور، مذهب او نورو عنعنوي اړخونو سره په ټکر کې دي.

هغه د سجدې فلم جوړېدل يو ښه اقدام وباله او زياته يې کړه چې په کې فرهنګي، مذهبي، سیاسي او ټولنيزو اړخونو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده او کورنۍ کولی شي چې په خپلو کورونو کې ننداره کړي.

د ننګرهار اطلاعاتو فرهنګ ریاست د افغان فلم مدير محمد شاه مجروح د دغه فلم نندارې پر مهال وويل چې د سينما د نه شتون له امله د فلم جوړوونکي په فلم شوی لګښت نه شي پوره کولی، خو زياته يې کړه له ولسمشر سره يې د ناستې پر مهال ډاډ ترلاسه کړی چې دغه هنر ته به ځانګړې پاملرنه وشي.

نوموړي زياته کړه، که افغاني ټلوېزيونونه د بهرنيو پر ځای افغاني سریالونه، فلمونه او ډرامې جوړې کړي، هم به کلتوري، مذهبي او سیاسي ارزښتونه په نظر کې ونيول شي او هم به په اقتصادي لحاظ د سينما په هنر کې بډايه شو.

د يادونې ده، دا لومړی ځل دی چې په ننګرهار کې افغاني فلم له جوړېدو وروسته د پرانیستې په ترڅ کې نندارې ته وړاندې کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.