Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا له بنګله‌دېش سره دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۳): ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې سبا خپله دویمه لوبه له بنګله‌دېش سره وکړي.

دغه راز، افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړې او ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه سبا وروسته له غرمې ترسره شي.

همدارنګه د افغانستان او بنګله‌دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي.

د یادونې ده، افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۱مه له بنګله‌دېش سره ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.