مزار شريف (پژواک، ١٥ لړم ٩٨): د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالۍ امنيه قوماندان د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې وژل شوى دى.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د لړم په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د چهاربولک ولسوالۍ پر امنيې قوماندانۍ ډله ييز بريد وکړ.
هغه زياته کړه، په دې جګړه کې چې درې ساعته يې دوام وکړ، د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال کرام الدين ووژل شو او درې ساتونکي يې ټپيان دي.
د عادل شاه په وينا، په جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو شمېره يې په ډاګه نه کړه.
نوموړي وويل چې د قوماندانۍ او ولسوالۍ ودانۍ د دولت په واک کې دي او طالبان په شا شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.