کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٨): په تېره يوه اوونۍ کې د ٣٤ ملکي وګړو په ګډون ٦٣ کسان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې راغلي چې د نومبر له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ٣٤ ملکي وګړو په ګډون ٦٣ کسان وژل شوي دي.
سرچينه وايي چې د تخار په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په پنځه ساعته جګړه کې د ملي اردو او پوليسو اته سرتېري وژل شوي دي.
د نيويارک ټايمز په راپور کې راغلي چې په تېره يوه اوونۍ کې د ناامنیو ډېرې پېښې د افغانستان په بغلان، بادغيس، بلخ، فارياب، کندوز، خوست، کندهار، پکتيا، پکتيکا، بدخشان او زابل ولايتونو کې رامنځته شوې دي.
د يادو څرګندونو په اړه افغان چارواکو تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ولايتونو کې هم د لويو او وړو بريدونو کچه د پخوا په پرتله ډېره کمه شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP