کابل (پژواک ٢٢ لړم ٩٨): د بهرنيو چارو وزارت وايي، تر اوسه د دغه وزارت ۲۳۷ کارکوونکو پر بهرنۍ ژبې د بشپړ تسلط معتبر تصدیقونه وړاندې کړي دي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزارت د وضعیت ارزولو په موخه د غونډو په لړ کې نن مازیګر د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په یاد وزارت کې د اصلاحاتو او چارو د غوره تنظیم په موخه غونډه جوړه شوه.
سرچينه زياتوي، په دغې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان په دغه وزارت کې د اصلاحاتو او چارو د غوره تنظیم په اړه خپل راپور له جمهور رئیس سره شریک کړ.
همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت د ارشد مدیرانو د دندو پر لایحه، د وظایفو او تشکیلاتو پر مرور، له هېواده بهر د افغان سفارتخانو او قونسلګریو د عوایدو راټولولو سیستم د ایجادولو پر کار او قونسلي چارو پر تنظیم بحث وشو.
د بهرنيو چارو وزارت مسوولینو وویل، تر اوسه د دغه وزارت ۲۳۷ کارکوونکو پر بهرنۍ ژبې د بشپړ تسلط معتبر تصدیقونه وړاندې کړي دي.
په دې غونډه کې په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو پر راوستو او معیاري کولو او د دغه وزارت د کارکوونکو پر سیاسي او اقتصادي پوهې سربېره پر انګلیسي ژبې د تسلط ټینګار وشو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن